د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونځي یوه زده کونکي په توغندیز برید کې ووژل شوه
کندوز ولایت په سکاز تپه سیمه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونځي یوه زده کونکي په خپل کور د توغندی د لګیدلو د امله ووژل شوه. په دې پیښه کې دوه نوري نهه کلنی زده کونکي ټپياني شوي. د وژل شوي او ټپي شوي نجونو کورنۍ وايي چې خلک په کلي کې د پوځي شخړو د زياتوالي له امله په وېره کې ژوند کوي.
دغه پېښه د اپرېل د میاشتی په شلمه نیټه ماسپښين کی هغه وخت رامنځته شوه چې د پیښی قرباني شوو نجونو په کور په راکټ ولګید. د کلیوالو په وینا، راکټ د افغان پوځ یوه پوځي کلا څخه توغول شوې وو. هغه کور چې د توغندیز برید لاندې راغې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې یوه سیمه ایز ښوونځي ته نږدې پروت دی. کله چې بريد ترسره شو، ښوونځي تړل شوې وو، ځکه چې دا ښوونځې یوازې په سهار کې فعاليت کوي.
ډاکټر شاه محمود، د سویډن کمیټې سرپرست د دغې پېښې په هکله وايي: دا یوه ډېره غمجنه پېښه ده او مونږ د زیانمن شوي کورنۍ سره خپلي ژورې خواخوږۍ څرګند کوو. موږ هره ورځ له داسې یوه غمیزې پیښي په اړه چې څرنګه په افغانستان کې ماشومان د وسله والې جګړې څخه رنځ وړي، اورو. د هغه په وینا په دې ځانګړې پیښه کې، زمونږ د ښوونځي زده کوونکي ته زیان رسیدلي دي. دې پېښې په مونږ ټول غمجن کړي یو.
د سویډن کمیټې کارکوونکي د خواخوږۍ څرګندولو لپاره، له زیانمن شوي کورنۍ سره په اړیکه کې دي او همدارنګه هغوي د کندز ښار د عامي روغتیا په روغتون کې د ټپي شوې نجونو څخه لیدنه وکړه.
سکاز تپه کلي، د ارچي په ولسوالۍ کې، په يوه لرې پرته سيمه د کندز د ښار څخه په 75 کيلومترۍ کې پروت دې، او د تاجکستان پولې ته نږدې موقعيت لري. ارچي ولسوالۍ یوه نا امنه سيمه ده چې په په دې وروستيو کې کې پکې درنی جګړي رواني دي. په دې کلي کې د سویډن کمیټې ښوونځي کې د ۷۱ نجونو په ګډون ۱۳۵ زده کوونکي دي.
په همدې ورځ، د اپريل په شلمه نیټه، په کندوز د خان اباد ولسوالۍ کې د سویډن کمیټې ښوونځي د وسله والو مخالفینو او دولتي ځواکونو تر منځ د ډزو له امله اغیزمن شوی وو. د ډزو له امله د ښوونځي یوه ودانئ چیرته چي کتابونه ساتل کیدل، ویجاړ شو.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې يو مهم رول لوبوي. په ۲۰۱۴ کال کې د ۷۰۰۰۰ نه زیات زده کوونکي د سویډن کمیټې په ۴۳۳ سیمه ایز ښوونځيو کې زده کړې کولي.
بیون لیند