د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د 19 پروژو پرانیست غونډه ترسره شوه
د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې پرمختیایې شورا ګانو د هغو 19 پروژو پرانست غونډه کې ګډون وکړ چی لګښت یې په افغانستان کې د سویډن کمیټې له خوا ورکړل شوی و.
په دې پروژو کې د اوبو رسولو شبکه، نیمه ژورې څاه ګانې، د سړکونو کانکریټ، د سړکونو جغل اچونه، د وړو پلونو جوړونه او استنادي دیوالونه شامل وو.
یادې پروژې د سویډن کمیټې د کلیو د پراختیا د پروګرام تر چتر لاندې د 12 شوراګانو په 12 کلیو کې، د سیمه ایزې حکومتدارۍ او معیشت پروژو او د څښاک د پاکو اوبو د پروژو د پروګرام په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دې پروژو پرانیست غونډه په شولګره ولسوالۍ کې ترسره شوه چې د شولګرې ولسوال، د کلیو او پراختیا ریاست استازي، د اقتصاد ریاست استازي، په شمال کې د سویدن د کمیټې عمومی مشر او د پرمختیایې شورا ګانو مشرانو او غړو په کې ګډون کړی و.
د شولګره ولسوال، سراج الدین عابد د سویډن د کمیټې د مرستو څخه ستاینه وکړه او زیاته یی کړه: “د دې پروژو پیلېدل په ولسوالۍ کې یو ستر ګام دی. زه د سویډن کمیتي د تر سره شوو کارونو او هغه کارونه چې ترسره کوي یې مننه کوم. موږ تل د سویډن کمیټې څخه د هغوی د پروژو د ښه ترسره کیدو په برخه کې ملاتړ کوو.”
د دې پروژو ټول لګښت 23 میلیون افغانیو څخه ډیر وو چې پرمختیایې شوراګانو هم په کې 10 سلنه برخه درلوده. له دې پروژو څخه ګټه اخیستونکي 3468 کورنۍ (24276 تنه) دي.
پرانیست غونډې خبري پوښښ هم درلود.