غواړم چې ډاکټره شم؛
شکېبا اميري د باميانو ولايت، د يکاو لنک يو ولسوالۍ، د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې، د شپږم ټولګي زده کوونکې ده
۱۴ کلنه شکېبا اميري د باميانو ولايت د يکاو لنګ يو ولسوالۍ د سرکنک ښوونځي زده کوونکې ده، اغلې اميري په شپږم ټولګي کې پر زده کړو بوخته ده، نوموړې زده کوونکې وايي: زه غواړم چې په راتلوونکې کې ډاکټره شم، چې د خپلو خويندو درملنه په خپل هېواد کې وکړم او هيله مې هم دا ده، چې په طب برخه کې لوړې زده کړې وکړم، دا مې د کورنۍ لوی ارمان دی، شکېبا اميري دا هم وويل چې يوازېنۍ زه يم چې په کورنۍ کې راته د زده کړو زمينه سازي برابره شوې او دا فرهنک به لا پسې غزوم. د سرکنک دا ښوونځی د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په مالي مرسته جوړ شوی، چې ۱۳۷ زده کوونکي پکې زده کړې کوي، ۶۶ تنه نجونې او ۷۱ پکې هلکان دي، همدا راز په ياد ښوونځي کې ۷ ښوونکي پر تدريس بوخت دي، چې ۲ يې نرينه او ۵ يې ښځينه ښوونکې دي