زمری د یو سوداګر د جوړیدو خوبونه ویني
زمری د یوې سترې پروژې خوبونه ویني ، هغه ستر اقتصادي پلانونه لري او یو بریالی ځوان دی چې هڅو یې مثبته نتیجه ورکړیده.
د زمري روزونکی محمد نصیر وایي ما چې د هغه تشویق، وړتیا او کافې مهارتونه ولیدل زه ډیر خوشحاله شوم او هغه ته مې د ګډې سوداګرۍ وړاندیز وکړ ځکه چې زه د هغه په وړتیا ډاډ من ووم. زه او زمری غواړو چې د هغه لومړنېو کسانو څخه واوسو چې په غزني ښار کې د لاسي صنایعو هټۍ ولرو. موږ به د معلولینو له لورې جوړ شوي ښه شیان تولید کړو تر څو پیرونکی یې د ډالۍ په توګه وپیري.
زمری د افغانستان لپآره د سویډن کمیټې د ټولنې د بیا رغونې کارکونکي حیات الله لخوا په ۲۰۰۶ کال کې دټولنې د یوې سروې په دوران کې وپیژندل شو.
د زمری پلار فقیر ګل هغه ورځ په یاد ده چی حیات الله سره یی ولیدل. ٬٬ هغه ورځ مي په یاده ده چې د بیا رغوني کارکونکې ته مې دروازه پرانستله او هغي زمری په غزني کې د افغانستان لپاره دسویډن کمیټی د بیا رغونی مرکز ته ویوړ او هلته یې د اشاری ژبي د یوه زده کونکی په توګه ثبت کړ. له هغه وخت نه په ده کې بدلونونه پیدا شول او حتی په عامه ښوونځي کې ښه وځلید. نوموړي د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی په هڅونې مهارتونه هم ترلاسه کړل.
د سوداګریزې بوختیا تر څنګ زمری ښوونځې ته هم ځې. نوموړي د سویډن کمیټی د یوه ځانګړې پروګرام له لورې ښووځي ته ورپیژندل شوی. اوس مهال زمری په اتم ټولګی کې زده کړې کوي. نوموړي د سویډن کمیټی له لورې د اشارې ژبې زده کړه تر لاسه کړې ده. زمری په خپل ټولګې کې د لایقو زده کونکو له ډلې څخه دی. فقیر ګل وایي کله چې ما د زمري پرمختګ ولید ډیر خوشحاله شوم او هغه خفګان مې جواب شو چې دده د معلولیت په اړوند مې درلود. موږ دده د نه اوریدو په ستونزې هغه مهال پوه شو چې د دوه کلونو وو اوس هغه ۲۲ کلن دی، واده یی کړی او کولی شې چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي.
مسلکی ښونکي محمد نصیر وایې ”د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هر کال هغه ځوانانو ته چې مسلکې زده کړې یې کړې وې یو شمیر کارې فرصتونه برابروې، زمری هم یو له هغه بریالیو ځوانانو څخه دی چې په قانونی توګه د خپل مسلک له لارې عاید ترلاسه کوې. ښوونکی وایي زمری د سفر بکسونه، د ښوونځیو بکسونه او همداراز فیشنی بکسونه تولیدوي.
زمری ماته د هغه د کور څخه د لیدنی پر مهال په یوه کاغذ کی ولیکل چی د سویډن کمیټی زما په ژوند کی ستر رول ولوبوو او پر ما خپلی لوڼې صابره، سادیه او صفیه ډیرې ګرانی دي، دوی ماته د کار هیلی بښي کله چی له کاره د راګرځیدو په وخت کی مسکا وکړي.