شاه بی بی: انځور: سلیمه بیگلری

زه به هیچا ته اجازه ورنکړم چې زموږ په کلي کې د ښځو حقونه و تروړي

د ولسي تړون روزنه چې د سویډن د کمیټې له خوا په جوزجان ولایت کې خلکو ته وړاندې کیږي، د شاه بي بي په ژوند کې یې ستر بدلون را منځته کړی دی. په دغه ښوونیز پروګرام کې نوموړې د کلیوالو د مسؤولیتونو او حقونو په هکله روزنه ترلاسه کړه او څو میاشتې وړاندې حتی د پراختیايي شورا د غړې په توګه هم وټاکل شوه.

نوموړې په ویاړ سره وايي: «زه په کلي کې د خلکو استازې یم، زه به تل د خپلو کلیوالو د حقونو او د ښه ژوند له پاره هلې ځلې او مجادله کوم.»
 
شاه بي بي چې د څلورو ماشومانو مور ده په جلال آباد بالا کلي کې اوسیږي. هغه د هغو روزنو په هکله چې د دوی په کلي کې د سویډن د کمیټې له خوا د ولسي تړون د ملي لومړیتوبونو پروګرام په چوکاټ کې وړاندې کیږي، ډېره خوشاله ده.

هغه وايي: «د ولسي تړون د پروژې څخه وړاندې موږ د کلي د هیڅ شي په هکله نه پوهیدو، لکه دا چې څومره ښوونځي او جوماتونه لرو. » نوموړې زیاته کړه: اوس د ټولنې غړو د کلي یوه نقشه جوړه کړې ده او د راتلونکي له پاره یې په پلان جوړولو پیل کړی دی. دوی دا زده کړه ترلاسه کړې ده چې هم خپل مسؤولیتونه او هم خپل حقونه وپیژني.

بل هغه کار چې شاه بي بي ترې خوشاله ده هغه دا چې ښځې د ټولنې په پراختیايي شورا کې له نارینه وو سره یو ځای کار کولی شي، او دا چې د افغانستان له پاره د سویډن کمیټه په ځانګړې توګه ښځې هڅوي چې په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.

«آیا تاسو نه وایاست چې ښځه د ټولنې نیمه برخه ده؟ هو. خو له دې وروسته ښځه رښتیا هم د ټولنې نیمه برخه ده، ځکه دوی د نرینه وو په شان خپل مسؤولیتونه او حقونه لري.»

شاه بي بي څلور ماشومان لري او میړه یې د ډېر عمر سړی دی چې کار نه شي کولی. نوموړې نه یوازې د خلکو استازې ده بلکې هغه په کورکې څاروي هم ساتي.