یاسمین او ذبیح الله غواړي خلکو سره د فیزیوټراپۍ خدماتو په وړاندې کولو سره مرسته وکړي

ذبیح او یاسمین ښځه او مېړه دي هغوی دواړه پدې ورستیو ورځو کې د فزیو تراپۍ درې کلن پروګرام څخه چې « په افغانستان کې د فزیکی بیارغونې با کیفیته خدمتونو پراختیا» نومیږي؛ چی د بلخ ولایت به مزار شریف ښار کې چارې یې د سویډن کمېټې له خوا پر مخ وړل کیږي فارغ شوي دي.

په افغانستان کې د فزیوټراپستانو د اړتیا ارزونې لپاره؛ یوه مشترکه سروې د هندیکپ نړیوالې موسسې، د افغانستان لپاره د سویډن کمیتې او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا وشوه چې د هغې سروې پربنسټ « په افغانستان کې د فزیکی بیارغونې با کیفیته خدمتونو پراختیا» پروژه (TIQRA) لومړۍ په ۲۰۱۵ م کال کې د اروپایي ټولنې(EU) په مالي ملاتړ پېل شو. دا پروژه په ټول افغانستان کې اووه مرکزونه لري، چې له دې جملې درې مرکزونه یې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له خوا په مزار شریف، تالقان او جلال آباد ښارونو کې پر مخ وړل کیږي.

ذبیح الله او یاسمین د سرپل ولایت اوسیدونکي دي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال؛ پدې برنامې کې شامل شوي دي. د هغوی ولایت هم په پورته ذکر شوي سروې کې شامل و، او هلته هم فزیوټراپستانو ته اړتیا لیدل کېده. یاسمین وویل: ( زمونږ دواړو کورنیو غوښتل چې مونږ دواړه دې برنامې له لارې فزیوټراپی زده کړو او خپل ټولنې ته د خدمت وړ شو)

په سرپل ولایت کې د فزیوټراپي خدمات په محدوده کچه وړاندې کېږي او د کلي اوسېدونکي دې دواړه ته په تمه دي کله چې دوی د فزیوټراپی برنامې څخه فارغ شول دوی ته خدمات وړاندې کړي.

ذبیح الله وایی: ( زمونږ په ولایت کې خلک د جنګونو له وختونوڅخه چې ټپي شوي  حتی ماشومتوب راهیسی د معلولیت په حالت کې پاتې دي او زه غواړم هغوی سره مرسته وکړم. هغه وايي(  کله چې ما د فزیوټراپی برنامې په اړه واورېدل؛ نو خپل ځان سره مې فکر وکړ چې دا به ما لپاره د فزیوټراپي زده کړو او خلکو ته د خدمت کولو ډېر ښه فرصت وی )

پدې پروګرام کې هغه کسان چې شرایط پوره کولی شي د صحي شوراګانو له لارې د ولسوالۍ روغتون/ ولایتي روغتون اوساحوی روغتون د بست د منل کیدو څخه وروسته انتخابیږي او وروسته بیا د یو رقابتی پروسې له لارې پدې دری کلن پروګرام کې شاملېدی شي.

ذبح الله وایي: (زمونږ په ولایت کې ډېر خلک د فزيوټراپی له خدماتو سره آشنا ندي، نو ځکه زه غواړم تر څو خلکو ته د فزيوټراپی په اړه معلومات ورکړم او هغوی پدې وپوهوم، چې څنګه له دې لارې یې درملنه کیدی شي؛ ځګه معلولیت د ناتوانی په معنې نده)

په افغانستان کې د فزیکی بیارغونې با کیفیته خدمتونو پراختیا» پروژه (TIQRA) چی د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له خوا پرمخ وړل کیږي. د روان ۲۰۱۹ م کال د فبروري میاشت په پای کې د ننګرها، بلخ او تخار ولایتونو د درې فزیوټراپۍ له تعليمي مرکزونو څخه، ۹۸ فزیوټراپی زده کوونکې یې  فارغ کړي دي چی دوی به د تصدیق نامو تر څنګ د غضنفر صحی علومو انسټیټیوټ څخه ( GIHS)  دیپلوم هم ترلاسه کړي.

د یاسمین په وینا:( نارینه او ښځینه دواړه د تعلیم او تربیې مساوي حق لري، زه ټولو خلکو څخه غواړم چې خپلې خویندې، میندې او نجونې پرېږدي چې زده کړې وکړي او خپل ټولنې ته د خدمت وړ شي)

د دې روزنیز پروګرام په لړ کې کوم خدمتونه چې زده کوونکو ته شوي دي هغه عبارت دی له کتابونو، لیکچرنوټونو، یونیفورم، نقدې ډالۍ، د فراغت د وخت تجهیزات او د فراغت وروسته درې میاشتنۍ نظارت .