ټینګه اراده او کلتوري محدودیتونه
میدان وردګ د افغانستان هغه ولایت چې د نوم له اورېدلو سره به مو په ذهن باندې د جنګ او جګړو له امله د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو خپاره انځور پراته وي. دا د پلازمینې کابل په لودیځه دورازه کې د هېواد یو له وروسته پاتې ولایتونو څخه دی.د پوهنې، روغتیا او اسوده ژوند د نشتون تر څنګ یې ښځې او نجونې د ورځني پس پاتې ژوند له کړاوونو بې برخې نه دي.
دلته په ښځو کې د بېسوادۍ کچه خورا لوړه ده، د کور درانه کارونو څخه نیولې د ماشومانو تر کاله کولو او بیا کله نا کله تر کور څخه د باندې کار هم د دوی پر غاړه دی.
یوازې ناوړه اقتصادي وضعیت او جنګ جګړې نه دې چې د دې ولایت د اوسېدونکي ژوند ګواښي، بلکې نری رنځ، پولیو، تیانوس… هغه مرضونه دي چې لا هم په دې سیمه کې په پراخه کچه موندل کېږي. بل خوا د دې ولایت غرنیو لارو هم د ډېرو مریضانو ژوند اخیستی دی.
د یوې سالمې کورنۍ د لرلو لپاره د یوې سالمې مور شتون یو منلی حقیقت دی. دلته د مور روغتیا بیا کلتوري میراثونه ګواښي. څوکاله وړاندې چې په دې ولایت کې ښځینه قابلې په نشت شمارل کېدې، نو د کورنیو مشرانو نه غوښتل چې د کورنۍ ښځینه غړې نرینه ډاکتر ته ورولي. نو همدا دلیل وه چې د میندو د مړینې ګراف ډېر لوړ وه. یو له هغو کسانو څخه چې دې ستونزې ته یې د پای ټکي د ایښودلو لپاره مټې را بډ وهلې پښتون «امرخېل» نومېدله.
میرمن پشتون امرخېل ۱۳ کاله وړاندې د سویډن کمېټې د قابلو روزلو په یوه ښوونځې کې هغه وخت شامله شوه کله چې د دوی کډه له ښار څخه کلي ته راغله، او ویې لیدل چې په سیمه ییز کلینک کې د قابلو نه شتون د ډېر میندو ژوند له ګواښ سره مخ کړی، که څه پښتون امرخېل اولادونه درلودل خو بیا یې هم له خپل هوډ څخه ونه ګرځېدله د سویډن کمېټې د قابلو د روزلو په ښوونځي کې یې خپل نوم ثبت کړ. دوه کاله وروسته له دې ښوونځي څخه فارغه شوله او د ۵ کلونو لپاره یې د ټولنې خدمت ته اوږه ورکړله. خو کله چې د دې نورې لارویانې فارغې شولې، نو دې خپل ځای نورو ته پرېښود او خپله يې د میدان ښار ولایتي رغتون کې دنده واخیستله او اوس هلته د سر قابلې په توګه دنده تر سره کوي.
پشتون وايي: «کوچنۍ لور مې مریضه وه د کلي روغتون ته مې بولته هلته مې ولیدل چې کلتوري محدودیتونه ښځې نه پرېښودلې چې نارینه ډاکتر ته مراجعه وکړي، ما حس کړه چې یو څوک باید دا سرښندنه وکړي چې ډاکتر یا هم قابله شي. زه د سویډن له کمېټې څخه مننه کوم چې ماته یې د زده کړو موقع برابره کړه.»
د میدان وردګو لایتي روغتون زیاتره قابلې په خپله د سویډن کمېټې له لوري روزل شوي دي، د دوی د زیار او هڅو پایله ده چې ان له کابل څخه ډېری رنځوران دې روغتون ته د درملنې لپاره مراجعه کوي.
ګلثومه دلته د درملنې لپاره راغلې، هغه وايي: « خوښه یم چې صحي مشورې، د ښځو له خوا اورم.»
دې روغتون کې په اوسط ډول د ورځې ۱۵ ولادتونه او ۶۰ مریضانو ته صحي مشورې ورکول کېږي.