تمنا او مجابه ښوونځي ته د تللو لپاره چمتو دي
دا کورنئ د مزارشریف د ښار څخه بیرون اوسیدله خو یوه ورځ دوي په ټلویزیون د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولیت لرونکو ماشومانو مرکز ولیده او په اړه يې معلومات لاس ته راوړل. هغوي پدې پوه شول چې د خپلو دوه ماشومانو چې په اوریدلو کې ستونزه لري هغوي ته د درنښت ډک ژوند په موخه باید ښار ته ولاړ شي. همدا لامل وو چې نن دیارلس کلنه تمنا او یولس کلنه مجابه ښوونځي ته ځي. هغوي ښوونځي سره خورا زایته مینه لري.
تمنا په اشاره ژبه وویل چې هغه د پخوا پرتله ډیره خوښه ده. زه خپل ځان د ټولنی یوه برخه شمارم. زه لیک او لوست کولاې شم – انګلیسي توري هم او شعر هم لوستلی شم. د هغي اشاره ژبه لومړې په درې او بیا په انګلیسی زما لپاره وژباړل شوه.
تمنا موسکئ ده او مجابه په خیالونو کې ډوبه ده. درې، انګلیسی او ریاضی د هغي د خوښی مضامین دي. هغوي سپورټ ته ځیر دي او داسی بریښی چې هغوي به یوه مسلکی لوبغاړي شي.
هغوي درې کاله د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د چمتوالی ټولګي کې زده کړي وکړي او ډیر ژر به یوه ښوونځي کې شاملي شي. هغوي په ښوونځي کې د زده کړو هیله درلودله. خو د هغوي مور فریبا د خپلو لوڼو د راتلونکې په اړه تشویش لري.
هغه وايې زما لوڼي پدې نه پوهیږی چې راتلونکې به يې څه ډول وي. زیات شمیر ښوونکي او د ښوونځيو مدیراني معلولیت لرونکو ماشومانو سره د تعصب څخه کار اخلي. هغوي توپیر لرونکو خلکو سره تبعیضي چلند کوي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې کارکونکي هیڅ په تشویش کې نه دي. هغوي پوهیږي چې هغه ښوونځي کې چیری چې فریبا ښوونکي ده هلته هیڅ یو معلولیت لرونکی ماشوم نشته او همدارنګه هلته ښوونکو د معلولیت په اړه هم هیڅ ډول روزنه نه ده کړي. په هغه درې ولایتونو کې چیرته چې د سویډن کمیټه کار کوي هلته درې زره ښوونکي دي. او هغوي د معلولیت په اړه روزل شوي دي. ښوونکو ته چې کومه روزنه ورکول کیږی هغه ته ټولشموله روزنه ویل کیږي. پدې کې د بریل کتابونو او د ښوونکو لپاره د ښوونی نور مواد شامل دي. همدارنګه دا کمیټه ښوونځيو، زده کونکو، ښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو څخه ملاتړ هم کوي.
په تیرو کلونو کې د دې پروګرام د لاری په دریو ولایتونو کې خواوشا دولس سوه زده کونکي ښوونځيو کې شامل شوي دي. خو یو شمیر يې ښوونځي پریښي دي ښايې هغوي د هیواده بیرون تللي وي او یا هم د خپلو ځایونو څخه پې ځایه شوي وي. خو بیا هم د نهه سوه څخه زیات معلولیت لرونکي زده کونکي په ښووڼځیو کې زده کړي کوي.
د خپلو ماشومانو په اړه د فریبا تشویش بې ځایه دی. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه څوارلس کارکونکي لري چې د هغوي دنده په ښوونځيو کې معلولیت لرونکو ماشومانو څخه ملاتړ وکړي. خو د نهه سوه زده کونکو لپاره څوارلس کارکونکي – خو د پروژي منیجر وايې که چیرته منبعي ورته لاس ته ورشي یو شمیر نور خلک په دنده وګمارل شي.
تمنا او مجابه د راتلونکي په اړه هیڅ تشویش نلري. هغوي د نړئ د زیات شمیر معلولیت لرونکو ماشومانو په څیر د زده کړو چانس لاس ته راوړې. هغوي پوهه تر لاسه کړي او په ژبه پوه دي چې دې سره دوي کولاې شي نورو خلکو سره خبري اتري وکړي او پدې پوه شي چې په نړئ کې څه تیریږي. دا هر څه په ټلویزیون باندې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د اشارو ژبی د خبرونو د برکته وشو چې هره اونئ کې یو وار خپریږي.
اګر چې په کورنئ کې خبري اتري اغیزمني وي خو شپږو نورو د اشارو ژبی د برکته لوړي زده کړي کړي. د فریبا په وینا د هغي دوه کلن ماشوم چې کله تږې وي په اشاره د هغي څخه اوبه غواړي.