ښوونځي زاړه فکرونه ننګوي او زده کونکي هیله مند کوي
په کلیوالو سیمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ښوونځي نه یواځي زرګونو زده کونکو ته د یو ښه راتلونکي فرصت ورکوي بلکی دا ښوونځي د ټولنی انځور ته هم بدلون ورکوي چې نارینه او ښځي باید څه ډول رول ولوبوي.
ښای د احصايې یو کارپوه دا دلیل ووايې چې څلور واری پلټنې سره څرنګه داسې یوه نه بدلیدونکي پایله انځوروی؟ خو د کشیم ولسوالئ کې د سویډن کمیټې درې ښوونځیو او د تالقانو څخه بیرون د یوه ښوونځي څخه لیدنه یو روڼ انځور راکوي.
دلته هر څوک د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې او د دې کمیټې د مرستو د درسی کتابونو او ښوونځیو ته د اړینو توکو د لیږدوني، ښوونکو ته د میاشتیني معاشونو ورکولو او د ښه کیفیت ترڅنګ ښوونکو ته د روزني څخه ستاینه کوي. ښوونځيو کې درسي کال د پیل د وړاندې څخه ټول کتابونه په وخت لیږدول کیږي. ښوونکو ته په خپل وخت معاشونه ورکول کیږي. د یو مرستندویه اداري د استازی په وړاندې د مرستو څخه ستاینه کول یوه عادي خبره ده خو دا ځل هر څه واضحه دي.
دویمه خبره دلته ټول ځايې ټولني خپلو ښوونځيو ته ژمنه دي. د زده کونکو پلرونه تشنابونو جوړولو لپاره په کار بوخت دي او د ښوونځيو په اړوند ستونزو د حل لپاره ټول په ګډه کار کوي. دا د کلیو اوسیدونکي دي چې ښوونځیو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره کار کوي.
د ښوونځی د اداري کمیټې رئیس حسیب الله وايې چې دلته زیاتره کلیوالو زده کړي نه دی کړي خو مونږ غواړو چې زمونږ ماشومان د زده کړو لپاره ټول امکانات ولري.
دریمه خبره دا ادراک چې د زده کړو ټول فرصتونه یواځی د هلکانو لپاره دي د نجونو لپاره نه دي دا اوس بیخی له منځه تللی. زده کونکي، ښوونکي، د ښوونځیو مدیران، پلرونه او یا د سویډن کمیټې کارکونکو ته اوس داسی څوک نه د سترګو کیږي چې د نجونو د زده کړو د حقونو خلاف وي. دا به ښه وی چې ووایم چې دې سیمه کې خلک د افغانستان تر ټولو زیات د تحولاتو مخالف نظرونه لري.
په پایله کې به دا ووایم چې دلته ټول خلک په دغه یو نظر دي چې دلته تر ټولو ستره ستونزه ښوونځیو لپاره ښه اسانتیاوي نه لرل دي. اګر چې دلته کلیوال ښوونځیو کې د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره پخپله کار کوي خو هغوي دومره مالي امکانات او بودیجه نلري چې د ښوونځیو لپاره یوه ښه ودانئ ورغوي. د دې په ځای هغوي د ښوونځیو لپاره ځایونه په کرایه رانیولي دي. په زیر خانه کې د زده کونکو شمیر خورا زیات دی او کله نا کله د ټولګي څخه بیرون درسونه واي. دلته هر یو ټولګې ډیر ښکلی دی. ښوونکو د سویډن کمیټې په روزنو کې زده کړي مهارتونو سره خپل ټولګي ښایسته جوړ کړي دي خو د ښوونځي ودانئ د کیفیت د پلوه سمی نه دي او د ځايې خلکو لخوا د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته یو واضحه پیغام دی چې مونږ سره د ښوونځي لپاره د نوی ودانئ په جوړولو کې مرسته وکړئ.
د محمد قربان په نوم یو لس کلن یتیم هلک وایې چې ما په ښار کې ښوونځې لیدلې زه هیله مند یم چې هماغه څیر ښوونځې ولرو.
دغه ډول ښوونځيو ته ټولنیز ښوونځي ویل کیږي. دا پدې مانا چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په هغه سیمو کې ښوونخي ولري چیرته چې دولت په یوه ځانګړی واټن کې ښوونځي نلري. کله چې زده کونکي لویږي هغوي دولتي ښوونځيو ته د زده کړو لپاره ځي. دا عموماً د دریم ټولګي څخه وروسته وي. خو ما داسی بیلګي لیدلي چې زده کونکي تر نهم ټولګی پوری دلته زده کړي کوي.
هغه زده کونکي چې د سویډن کمیټې په ټولنیزو ښوونځيو کې زده کړي کوي هغوي بختور وي ځکه چې هغوي ښه روزل شوي ښوونکي لري. هغوي ته کتابونه هم ورکول کیږي او د یوی نړیوالی مرستندویه ادارې سره په ګډه ځایې ټولنه د هغوي د زده کړو ته پاملرنه لري. په دولتي ښوونځیو کې زده کونکي زیاتره وخت لوي ټولګیو کې زده کړي کوي او ښوونکي هغوي ته هیڅ پاملرنه نه کوي. او داسی ماشومان هم شته چې پخپلو سیمو کې هیڅ ښوونځي نلري.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه زیار باسي چې وړ ښوونکي ولري او ښه روزل شوي ښوونکي د ټیټو زده کړو لرونکو ښوونکو په ځای په دندو وګوماري. نوي ګومارل شوي ښوونکي زیاتره میرمني دي. په تالقانو کې د سویډن کمیټې په ښوونځي کې شپیته سلنه ښوونکي میرمني دي. په نورو ولایتونو کې چیرته چې سویډن کمیټه ښوونځي لري هلته د ښځینه ښوونکو شمیر زیات نه دې. زیاتره نوو ښوونکو د ښوونکو د روزنې په برخه کې دوه کلني زده کړي کړي دي او زیاتره خو د پوهنتون څخه فارغه دي. هغوي وړتیا لرونکي دي او په ښه توګه خپله دنده پرمخ وړي.
په کلیو کې ښځینه ښوونکي خورا مهمي دي. په تالقانو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښووني او روزني د پروګرام مسئول ښاغلی سید مختار وايې چې کلیوال او ماشومان ټول پدې پوهیږي چې ښځي خپله زده کړي هم کوي او حرفوي دندي هم ترلاسه کولای شي.
څلورویشت کلنه عبیده د هغو ښوونکو د ډلی څخه ده چې پوهه خوروي او دا ادراک بدلوي چې یوه ټولنه څرنګه کار کوي او نارینه او میرمني څه ډول رول باید ولوبوي. هغه چې کله د توری تختی مخي ته ولاړه وي ټول زده کونکي هغي ته متوجه وي. هغه د نورو نجونو چې یو بهرنۍ په لیدلو سره ځان پټوي په پرتله خورا توپیر لري. هغه یو بهرنی وګړې په لیدلو سترګي نه ټیټوي. هغه په پخپلو هغو انځورونو چې د هیواده بهر رسنیئو کې نشریږي هم نه خفه کیږي.
عبیده وایې چې د ښوونکي دنده سپیڅلي ده او همدا لامل دې چې مونږ دلته یو.