شکیلا د ژوند د ننګونو پر وړاندې بریالۍ شوه
۲۲ کلنه شکېلا، اصلاً د ختیځ نورستان اوسیدونکې ده چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې لومړی د ښوونځي زده کړې په خپل کلي کې بشپړې کړي.
اوسمهال نوموړې په نورستان کې د خپلې کورنۍ له غړو سره هستوګنه لري او په خپل کلي کې لومړۍ انجلۍ وه چې له دولسم ټولګي فارغیږي.
هغې چې کله ښوونځي کې زده کړې کولې، له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ شوې او ژوند یې په خطر کې و. سربېره پر دې کله چې شکیلا ښوونځي ته تلله، خپلوانو او ګاونډویانو ورسره بد چلند کاوه او اړیکې یې هم ورسره پرې کړې وې.
شکیلا وویل: “دوی به ما پسې خبرې کولې، لکه ویل به یې چې تاسې دې انجلۍ ته وګورئ، ښوونځي ته روانه ده، دا ډېره بده خبره ده، دا باید یوازې د کور کارونه وکړي او بس.”
نوموړې د خلکو خبرې او تورونه وزغمل، خو د روښانه راتلونکې په موخه یې هڅې ونه درولې. شکلیلا خپلو همزولو ته پیغام ورکوي، چې باید تسلیم نه شي، د جامو، بوټانو او سټایل پروا دې نه کوي او خپلې زده کړې دې وکړې. هغه وایي، انجونې باید د کورنیو غړو ته قناعت ورکړي چې د زده کړو ارزښت څومره دی؟
شکېلا، په دې وروستیو کې د فزیوتراپي له درې کلن پروګرام څخه په بریالیتوب فارغه شوه او ډاډ ورکوي چې ټولنې ته د خدمت جوګه ده. دا پروګرام د سویډن کمېټې له لورې په لاره اچول شوی و چې د جلال اباد دفتر تر رهبرۍ لاندې پیل او بشپړ شو.
شکلیلا وویل: “اوس زه غواړم چې له سویډن کمېټې ډېره زیاته مننه وکړم چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې دا ډول اغېزمن پروګرامونه په لاره اچوي. سویډن کمېټې مونږ د یوې کورنۍ په څېر وروزلو او د فزیوتراپۍ تر څنګ مو په امنیتي او ټولنیزه برخه کې هم د پام زده کړه وکړه.”