ښځې او نجونې پرته له دې چې وځورول شي د سفر کولو حق لري
په افغانستان کې او په ځانګړې توګه کابل ولایت په عامه ترانسپورت کې د ښځو او نجونو ځورول یوه جدي ستونزه ده. د ځورولو تر څنګ، عامه ترانسپورت (د لین ټکیسي ګانې) امن او د باور وړ نه دي، د غلا، جیبونو وهلو او سړي تښتونې په ګډون ډیر شمیر پیښې د خلکو او رسنیو له خوا راپور شوي دي.
په ۲۰۱۵م کال کې د ښځو او ماشومانو د څیړنیز انسټیټیوټ په خپاره شوي راپور له مخې ۹۰ سلنه ښځې کم تر کم یو ځل په عامه ځایونو کې ځورول شوی دي، او د سویډن کمیټې د ټولنیزو رسنیو د سروې پایلو دا ښودلې ده؛ چې په عامه ترانسپورت کې ځورول یوه ستره ټولنیزه ستونزه ده، چې په افغانستان کې نارینه او ښځې دواړه ورسره مخ شوي دي.
ددې لپاره چې دغه ستونزه له منځه یووړل شي، د افغانستان لپاره سویډن کمیټه او د پراختیا لپاره د نارینه او هلکانو د یوځآی کولو ملی شبکه ( National Masculinity Alliance) ، له ښځو، ټولنیزو او سیاسي کاري ګروپونو سره چې د افغانستان د اجرایه ریاست، د کورنیو چارو وزارت او د کابل د ترافیکو ریاست له خوا رهبري کیږي د حق غوښتنې (Advocacy) د ځینو فعالیتونو په ګډون لیدنې کتنې ترسره کړې.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د حق غوښتنې ( Advocacy) د هلو ځلو په نتیجه کې، په ۲۰۱۸م کال کې په ښاري ټکسي ګانو(Taxi) په لومړي سیټ کې د دوو تنو مسافرو کینولو باندې د کابل د ترافیکو له خوا بندیز ولګید. د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ربع کې به د کورنیو چارو وزارت د سرک په غاړه او په عامه ترانسپورت کې د ځورولو په هکله لارښود نهايي کړي.
د سویډن کمیټې او د پراختیا لپاره د نارینه او هلکانو د یوځآی کولو ملی شبکې، بل نوښت دا دی چې دوی به په ملي کچه مرستندوی ټلیفوني سرویس فعالوي چې له مخې به یې ځورول شوي قربانیان له ځايي پولیسو سره اړیکې نیسې.
دغه راز د سویډن کمیټې او د اجرایه ریاست سره یو ځای د حق غوښتنې مجلسونه د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره ترسره کړل، چې دوی به په عامه ترانسپورت او سرکونو کې د ښځو او نجونو ځورولود مخنیوي لپاره د ټلیفوني اړیکو سرویس فعالوي. د کورنیو چارو وزارت هوکړه کړې چې؛ د ځورولو د مخنیوي ملي لارښود به را منځته کوي چې له مخې به یې ځورول شوي قربانیان په مستقیمه توګه کولی شي خپل شکایتونه پولیسو ته وړاندې کړي. یاد شوي عملیاتي پروسیجرونه لا هم د مسودې په بڼه موجود دي او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د کورنیو چارو له وزارت سره د دغه سند د نهایي کولو په موخه تخنیکي همکاري کوي.
دغه لاسته راړونې؛ د پراختیا لپاره د نارینه او هلکانو د یوځآی کولو ملی شبکې د فعالې ونډې په نتیجه کې چې چارې یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د بشري حقونو او جنډرڅانګې له خوا پرمخ وړل کیږي ترلاسه شوي دي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د پراختیا لپاره د نارینه او هلکانو د یوځآی کولو ملی شبکه ( National Masculinity Alliance)، په ۲۰۱۶م کال کې د ترسره شوې سروې د سپارښتنو له مخې چې د جنډر مساواتو د نورو اړخونو: “نران او نارینتوب په افغانستان کې” نومېده رامنتځه کړه. د دغې ملی شبکې هدف دا دی چې د جنډر د بدلون میندونکو لارو چارو په هکله ژمنې او ظرفیتونه لوړ کړي، چې د جنډر په مراعاتولو او مساواتو په پروسه کې د نارینه او هلکانو ګډون یقیني کړي.
سراج الدین جویا
د بشري حقونو او جنډر څانګې مدیر
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه