په سمنګان او بلخ ولایتونو کې 26 پروژې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د دغې پروژې د پای ته رسیدو وروسته تمه ده چې د اسهالاتو په پیښو په ځانګړې توګه د ماشومانو په اسهالاتو کې د پام وړ ټیټوالۍ راشي. همدارنګه، هیله کیږي چې دا پروژه به د هغو اوسیدونکو د خوندیتوب کچه لوړه کړي چې خپلو کورنیو ته د اوبو په راوړلو بوخت دي. همدارنګه خلک به د څښلو، پخلۍ او حفظ الحصه په برخه کې په کافي اندازه اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

په 1398 کال کې، په شمال کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې، د کلیو او پراختیا پروګرام 26 بیلابیلې پروژې تکمیل کړي چې 11 پروژې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې، لس پروژې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې او پنځه پروژې د سمنګان ولایت په کوزه دره صوف ولسوالۍ کې دي. په دې پروژو کې د سړکونو کانکريټ، د پلچکونو جوړونه، استنادي ډیوالونه، د اوبو ذخیرې، د اوبو رسولو شبکې، نیمه عمیق څاه ګانې او د اوبو کانالونه شامل دي.

ګل میر، د بلخ ولایت د شولګري په ولسوالۍ کې د تورپاغلي شورا رئیس په خپل کلي کې د اوبو رسولو پروژې څخه خوښ دی. نوموړی وایې: "زموږ ستره ستونزه د څښلو د پاکو اوبو نشتوالی و. زموږ ماشومان ښوونځي ته نشو تللی، ځکه هغوی دې ته اړ وو چې خپلو کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو کړي چې د کلې څخه څلور کیلو متره لرې دی. همدارنګه کله چې به ماشومان او خلک د سړک څخه تیریدل ترڅو خپلو کورنیو ته له سیند څخه اوبه راوړي، زه یې د څو ترافیکي پېښو شاهد هم یم".

نوموړۍ همدارنګه زیاتوي: "د دې پروژې سرته رسیدو سره هغه درې سوه کورنۍ چې زموږ په کلې کې ژوند کوي پاکو اوبو ته لاسرسۍ پیدا کوي. زه ډاډه یم چې ماشومان به د دې موکه پیدا کړي چې ښوونځې ته ولاړ شي."   

دا ټولي پروژې د ټولنې د  پریکړو د کړنلارې پر بنسټ تطبیق شوي چې اصلی تمرکز یې د شوراګانو لخوا په مشارکتې توګه تصمیم نیول، ټولنیزه څارنه دي چې په پای کې هره شورا د حساب ورکولو مجلسونه د شورا د غړو لپاره ترسره کوي. شورا ګانو د پروژ د لګښت لس فیصده سهم ورکړی چې د کلیو او پراختیا پروژې لخوا د پروژې په هره مرحله کې د اړتیا وړ تخنیکي آسانتیاوې او د اړتیا وړ مرستې شوې دي.  

مرضیه او فیض الله سره خور او ورور دي چې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په تورپاغلي کلې کې ژوند کوي. هغوی د هغو سلګونو ماشومانو څخه دي چې خپلو کورنیو ته د اوبو راوړلو مسوولیت په غاړه لري او د اوبو لیږدولو وسیله یې خر دی.

لس کلنه مرضیه په دوهم ټولګې کې ده: نوموړې وایې: "دوه کاله کیږي چې په خرو اوبه وړم او هره ورځ څلور ساعته دا کار کوم. تل داسې کیړي چې ښوونځې ته نشم تللۍ."

محمد فهیم واحدي، په شمال کې د سویډن کمیټې د کلیو او پراختیا پروګرام مشر وایې: "دا پروژې د سمنګان او بلخ په دریو ولسوالیو کې د ښه حکومتدارۍ او پاکو اوبو ته د لاسرسي، حفظ الصحه او نظافت په پروژو کې تطبیق او تکمیل شوي دي او ټول لګښت یې نږدې ۳۹ میلیونه افغانۍ دی چې لس سلنه د شورا سهم هم په کې شامل دی. په ټولیزه توګه 8140 کورنۍ چې 40452 تنه دي له دغو پروژو څخه ګټې اخلي."

د روغتیا لپاره د څښاک پاکې اوبه په ځانګړې توګه د هغو له پامه غورځېدلو او زیان ګالو ټولنو لپاره اړینې دي تر څو د اوبو رسولو د خدمتونو له لارې یې د ماشومانو او د دوی د کورنیو ته د پاکو اوبو رسول یقیني کړل شي.