“په راتلونکي کې غواړم ډاکټره شم او د خپلې ټولنې خدمت وکړم”
صابره چې ۳۳ کاله عمر لري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د چهارده کلي په ښوونځي کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له خوا په جوړ شوي روزنیز دوولسم ټولګي کې زده کوونکې ده. نوموړې د پنځو اولادونو مور ده. د ژوند ناخوالو او مهاجرتونو له ښوونځي څخه محرومه کړه. هغه وايي: “تر شپږم ټولګي مې درس وویلو، چې وروسته بیا داخلي جنګونه شروع شول، موږ لاړو ایران ته مهاجر شوو، بیا واده شوم او د ماشومانو پالنه را تر غاړې شوه، له همدې امله ښوونځی را څخه په نیمه کې پاتې شو.”
صابره د خپل ژوند په هکله وايي: “ژوند ډېر په منډه منډه تیر شو، زما هیڅ باور نه و چې بیرته به ښوونځی پیل کړم، مګر کله چې د د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې شپږ کاله مخکې د ښوونځي څخه د پاتې میرمنو لپاره روزنیز ټولګي پیل کړل، زه ډېره خوشاله شوم. خاوند مې چې د کابل بامیان په لاین موټروان دی، اجازه راکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم.”
صابره د خپلو اولادونو په هکله وايي: “یو زوی مې د بامیان پوهنتون د دارالمعلمین څخه تیر کال فارغ شو، لور مې کریمه په همدې چهارده ښوونځي کې په عادي ټولګیو کې زما همصنفۍ ده، لور نور اولادونه مې هم په ترتیب سره په ښوونځي کې درس وايي.”
صابره د خپل راتلونکي په هکله هیله منه ده او وايي: “په راتلونکي کې غواړم قابله ډاکټره شم، غواړم په دې برخه کې د خپلې ټولنې له ښځو سره مرسته وکړم، هو دلته ډاکټران شته، مګر شمیر یې کم دی او په ښه توګه ناروغانو ته رسیدګي نه شي کولی، زه غواړم په راتلونکي کې خپل دغه ټاکلی هدف ته ځان ورسوم.”
د یادونې وړ ده چې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښځو لپاره د زده کړو رزنیز ۴ ټولګي شته، چې درې ټولګي د یکاولنګ ولسوالۍ په نایک عالي لیسه کې او یو ټولګی په چهارده ښوونځي کې موجود دي، چې د ۵۰ په شاو خوا کې له ښوونځي څخه پاتې ښځې او نجونې پکې درس وايي.