خالد فهیم (په منځ کی) نیو یارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز  کې  په خبری کنفرنس کې| انځور: ملګری ملتونه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی وینا - په روغتیايې مرکزونو د بریدونو غندنه

"د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی د لغمان او وردګ په ولایتونو کی د ۲۰۱۵ کال د اپریل نه تر جنوری ۲۰۱۷ کال پوری  د روغتیا په برخه کی په لاره اچول شوو روغتیایی مرکزونو باندی د بریدونو ۴۹ پیښې  ثپت کړې دې. په دی پیښو کې د کلینکونو سوځول، د کارکونکو ګواښونه، تښتوني، د روغتیيايې مرکزونو څخه د پوځي اډو په توګه ګټی اخیستني او داسی نوري شاملې دې."

دا وینا د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی د پروګرام مشر ډاکټر خالد فهیم وه چی د مارچ په ۶ مه يې په نیو یارک کی د ملګرو ملتونو په مرکز کی " اوس هر کلینک په لومړۍ کرښه کې دي"  تر عنوان لاندی د یوه راپور د پلې کیدو په غونډه کې وکړې.

دا رپوټ چي په کوچنیانو او وسلوالو جګړو د څار لست له لورې برابر شوي و، په تفصیلی توګه په کی ویل شوې چې په څه ډول هغه رهبریت په موقت او یا هم په دایمې توګه وتړل شې چي له مخی يې په افغانستان کې په روغتیایې مرکزونو بریدونه کیږې، روغتیايې وسایل لوټ مار کیږې ، امبولانسونه غلا کیږې او داسې نور... ددغو بریدونو زیاتره مسولیت د طالبانو او دولت ضد وسلوالو باندي اچول کیږي خو افغان وسلوالو ځواکونو هم په دې برخه کی  سرغړوني کړي دي.

خالد فهیم وویل "زموږ په قضیو کې د ۴۹ څخه ۲۰ قضیې د وسلوالو مخالفو ګروپونو ، ۱۳ نور یې د افغان ځواکونو او پاتی نور يې دواړو ګروپونو، نړیوالو پوځیانو او یا هم ممکنه نه وه چی وپیژندل شی مجرمینو له لوری ترسره شوي دي."

په دغه رپوټ کی له ټولو غاړو غوښتل شوې چی د بشر نړیوال قانون له مخی په ټولو روغتیایې مرکزونو او پرسونل باندي د جګړو په وخت کی پاملرنه وکړي او پری بریدونه ونه کړي. د څار لست افغان دولت ته وړاندیزکړی چې یو خپلواک او دایمی ډله جوړه کړې چې د دغو بریدونو څیړنه وکړی.

تاسی په کوچنیانو او وسلوالو جګړو د څار لست رپوت د دی لینک له لاری لوستلي شي

تاسې خبری کنفرنس دلته لیدلی شې