په خبرو کولو کې ستونزه لري خو بیا هم عادي ښوونځې ته ځي تمنا چانس ترلاسه کړ – او له هغه څخه یې ګټه پورته کړه
د ۱۳ کلنې تمنا لپاره زیښتینی ژوند پیل شو. اخري ځل چې ما هغه ولیدله د جنوري میاشت وه. دې ته کمه موده پاته وه چې په مزار شریف کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولیت لرونکو کسانو ښوونځۍ پریږدي او یو عادي ښوونځۍ ته لاړه شي.
تمنا او د هغې ورور، چې دواړه په خبرو کولو کې ستونزه لري، ډیر خوښ وو چې دیر ژر به یوه عادې ښوونځې ته لاړ شي. خو د دوۍ مور وارخطا وه. هغه پخپله یوه ښوونکې وه او په دې پوهیده چې معلولیت لرونکو ماشومان د نورو کوچنیانو له خوا ځورول کیږي، او حتی ښوونکې د هغوې په اړه مخکې له مخکې یو طرفه فکر کوي.
دا ځل ما تمنا د مزار شریف د بخدي د انجونو د ښوونځۍ د لوبو په میدان کې ولیدله. او زه په اطمینان سره په دې فکر کې یم چې دا څنګه ده.
د اشاري ژبې د ژباړونکې په مرسته، تمنا وویل: ” زما لپاره هر څه سم روان دي. زما ورور په بل ښوونځي کې دۍ او هغه هم ښه دۍ. مور مې نوره وارخطا نه ده.”
دواړه، د هغې مدیر او استاد دا تائیدوي چې تمنا یوه ښه زده کوونکې ده. خو هغه اقرار کوي چې کله هغه نه اورې نو دا هوسا کار نه دې چې زده کونکې اوسې. تمنا هڅه کوي چې د استاد د شونډو د ښورولو څخه وپوهیږي او هر هغه څه چې په تخته باندې لیکل شوي دي هغه ووایي. دا هم هوسا خبره نه ده چې د ښوونځۍ د لوبو په میدان کې لوبې وکړي، نو دا دې ته لومړیتوب ورکوي چې مطالعه او رسامي وکړي. نورو انجونو د تمنا د رسامۍ په لیاقت باندې پوه شوې دي او خپلې کتابچې تمنا ته ورکوي چې په هغوۍ کې د هغوۍ لپاره یو څه رسم کړي.
په یوه میاشت کې ډیر کم ځلې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د معلولیت د پروګرام د زیرمو یو نفر ښوونځۍ ته راځي تر څو د تمنا او درې نورو هغو زده کونکو سره مرسته وکړي چې ملاتړ ته اړتیا لري. په اطمینان سره دا د ښه راغلاست لیدنه ده. او که د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د دې امکان ولري چې د زیرمو ډیر نفر وګوماري، په ښوونځۍ کې به د تمنا ژوند ډیر هوسا شي.
د مزار د دفتر سره تړلې په دري ولایتونو کې په عادې ښوونځیو کې د ۱۳۰۰ زده کونکو لپاره د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه مسئوله ده، خو یوازې ۲۶ د زیرمو نفر د دې لپاره ګومارل شوي دي چې د دغه زده کونکو ملاتړ وکړي.
د ستونزو د شتون سربیره، تمنا داسې یو چانس ترلاسه کړ چې په افغانستان کې به یې ډیر کم معلولیت لرونکو کوچنیان د دغه شان چانس د ترلاسه کولو فکر وکړي. اکثره معلولیت لرونکو ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. دوي ډیر وخت په کورونو کې بند او یوازې پاته کیږي، ځکه چې کورنې د داسې یو بل ډول ماشوم په درلودلو سره شرمیږي. تمنا د دې چانس ترلاسه کړ چې خپل ژوند ته توپیر ورکړي او هغه په حقیقت کې د ژوند څخه د امکان تر حده ډیره ګټه پورته کوي.