په غزني کې د وسلوالو نښتو له امله ښوونځي تړل شوي

په غزني ولایت کې په دې وروستیو میاشتو کې د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې ډیرې شوې دي. ناوړه امنیتي وضعیت د ډېرو ښوونځیو د تړلو لامل ګرځېدلۍ چې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیېتې د ښوونې او روزنې پروګرام هم ترې اغېزمن شوی.

د ۲۰۲۱ کال د اپریل میاشتې له ۱۵مې راهیسې، د قره باغ ولسوالۍ، چیرې چې د سویډن کمیټه ښوونه او روزنه چمتو کوي، د جګړې فعال میدان ګرځېدلۍ. له دې منطقې څخه لږترلږه ۶۰۰ کورنۍ تلو ته اړ شوي دي. ښوونځې تړل شوي او به زرګونه زده کوونکي ښوونې او روزنې ته لاسرسي نه لري.

د ولسوالۍ مرکز ته نژدې سیمه کې د سويډن د کمېټې ښوونې او روزنې ټول فعالیتونه  د جګرو له امله تړل شوي دي. د سويډن کمیټه په یاده شوې سیمه کې د شپږو کلیوالي ښوونځيو ملاتړ کوي چې ۱۲۰۰ زده کوونکي لري . سویډن کمېټه همدا رنګه په یاده سیمه کې د زده کړو د منابعو مرګز جوړ کړۍ چې ښوونکو لپاره د کتابتون او کمپیوتړونو اسانیتاوې چمتو کوي. دغه مرکز، چې په یوه دولتي ښوونځي کې موقعیت لري، د اپریل له میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له دې حالاتو څخه خپله اندېښنه څرګنډوي او یادونه کوي چې د جګړې ښکېلې خواوې باید نړېوال بشري قوانینو ته درناوۍ وکړي او د ملکي وګړو او ملکي منابعو ساتنه وکړي. ښوونځي باید هیڅکله د نظامي اهدافو لپاره ونه کارول شي.

جګړو په افغانستان کې پر ملکي وګړو ویجاړونکي اغېزې پرې ایښې دي. په ځانګړې ډول ماشومان زیانمنونکي دي. په افغانستان کې نږدې ۴۵ سلنه نفوس تر ۱۵ کالو کم عمر لري او تعلیم ته د لاسرسي په برخه کې د پراخ پرمختګ سربیره،  لا هم ۳.۷ ملیونه ماشومان چې د ۷-۱۷ پورې عمر لري تعلیم ته لاسرسي نلري چې ددې څخه شپېته سلنه نجونې دي. نجونې او معلولیت لرونکي وګړې، په لرو پرتو سیمو کې دېرۍ وخت له ښوونې او روزنې څخه منع شوي دي.

د سویډن کمیټه له جګړې ښکېلو خواو څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه اوربند وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د غزني په ولایت کې ماشومان ښوونځیو ته بېرته ستانه شي. تعلیم یو بشري حق دی.