په افغانستان کې د معلولیت لرونکو اشخاصو لپاره د فعال شهروندی او برابری رامینځته کول د پروژې پیژندنه

په افغانستان کې د معلولیت لرونکو اشخاصو لپاره د فعال شهروندی او برابری رامینځته کول (BACEDA) پروژه د دې لپاره ډیزاین شوې چې په افغانستان کی د معلولینو حقونو د وضعیت بدلون ته رسیدګي وکړي. د اروپایی ټولنی په مالی ملاتړ دا پروژه به د ۳۶ میاشتو لپاره چی د جنوری څخه شروع شوی ده د افغانستان لپاره د سویډن کمیټی(SCA) په مشری او د ماشومانو د ساتنی نړیوال اداری (SCI) او د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي موسسه (AOAD) په ملتیا تطبیق کیږی. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به دا پروژه په پکتیکا، غزنی، وردګ، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کی او د ماشومانو د ساتنی نړیواله اداره به یی په فاریاب او سرپل ولایتونو او همدا رنګه د افغان معلولینو لپاره د لاسرسي موسسه به یی په پکتیا او خوست ولایتونو کی کی تطبیق کړی.

اگست 13, 2020, by SCA