ننګرهار کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له خوا د ۲۲ پروژو چارې بشپړې شوې
د ګوشتې ولسوالۍ په بېلابیلو سیمو کې د سویډن کمېټې د کلیو پراختیا پروګرام له لورې د کلیوالي معیشیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په برخه کې د ۲۲ پروژو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د مالوماتو په اساس د یادو پروژو د پلي کېدو چارې اته میاشتې وړاندې پیل شوې وې چې پکې سربندونه، ویالې، کانالونه، سړکونه او پلچکونه شامل دي.
د پروژو د پای مراسم چې په ګوشتې ولسوالۍ کې برابر شوي وو، د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال، د کلیو پراختیا رئیس، اقتصاد رئیس، سکتوري رئیس او د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز دفتر مسوولینو ګډون کړی و.
د یاد ولایت مالي او اداري مرسیتال تمیم عارف مومند وویل: دا پروژې د دې ولسوالۍ په یعقوب خیلو، کوز یعقوب، بر ورسک، کوز چورخیل، منځ چورخیل، سور ډاګ، اکاخېلو او یو شمېر نورو سیمو کې عملي شوي چې ګڼ شمېر خلک به ترې ګټه پورته کړي. د سویډن له کمېټې مننه کوو چې په لریو پرتو سیمو کې عامه افغانانو ته اسانتیاوې برابروي.
په ورته وخت کې د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ییز اداري دفتر مشر انجینر عبدالاحد سمون وویل چې دا پروژې یې د ۳۲ سیمه ییزو شوراګانو له لارې عملي کړي او د سیمې له خلکو یې ځانګړې مننه وکړه چې د پروژو تطبیق کې یې د پام وړ همکارې کړې.
د سیمې قومي مخورو د سویډن کمېټې له ارزښتناکو فعالیتونو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې پروژې یې په پوره شفافیت او معیاري ډول سرته ورسولې.