نجیب الله ملکزی؛ هغه ښوونکی چې په ټول تعلیمي کال کې یې یوه ورځ رخصتي هم نه ده کړې
استاد نجیب الله ملکزی د میدان وردګو ولایت د تنګي درې د بابوخیلو کلي اوسیدونکی دی، چې ۳۰ کاله عمر لري. ښاغلی ملکزی په خپله تانده ځوانۍ کې د سویډن کمیټې له خوا په بابوخیلو کلي کې د کلیوالي ښوونځي استاد دی. نوموړی په دې هڅو کې وي چې څه ډول کولی شي له خپلو زده کوونکو سره په زده کړو کې مرسته وکړي. دی کلیوالو نجونو ته د درسونو د جالبولو په هڅو او هاند کې وي، ځکه وايي: “تر هغو چې زده کړه جالبه او زړه راښکونکې نشي، د زده کوونکي زړه او دماغ ته نه ننوزي، ځکه خو زه تل هڅه کوم د درسونو په جالبولو کار وکړم.”
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول غواړي درس شاګردانو ته جالب کړي، وویل: “دا خورا سخت کار هم دی، ما د خپلو تر لاس لاندې امکاناتو له مخې، د الفبا توري په کاغذونو لیکلي، بیا مې هغه د ټولګي په دیوالونو نصب کړي دي، دغه راز حساب او عددونه مې هم په بیلابیلو شکلونو لیکلي، تر څو د زده کوونکو په ذهن کې د یوه عدد شکل د تل لپاره حک شي.”
دا رښتیا ده چې د زده کړو د فلسفې او تیورۍ له مخې، هره هغه نوې پدیده د انسان په ذهن کې تلپاتې کیږي چې په جالب ډول ذهن ته ننوځي. استاد ملکزی په دې باور دی چې: “د انسان ذهن په تیره بیا د ماشومانو ذهن ډیر پلټونکی وي، هر نوی شی چې جالب وي، ژر یې اخلي. ما هم د همدې فلسفې پر بنسټ، د ماشومانو د زده کړو لپاره د دوی د هڅولو کړنلاره خپله کړې ده، نه هغه دودیزه کړنلاره چې ماشومانو پکې رټل کیږي او زیاتره زده کوونکي له زده کړو زړه توري کیږي.”
استاد ملکزي په دې بسنه نه ده کړې چې له خپلو ماشومو زده کوونکو سره نه ستړې کیدونکې خواري وکړي، بلکې پخپل لګښت یې د کلي د ماشومانو د هڅونې لپاره ۱۵ متره ټوکر را نیولی، بیا یې د خپلې میرمنې او وروڼو په ګډه همکارۍ د ښوونځي د ټولو شاګردانو لپاره د کتابونو کڅوړې جوړي کړي دي، تر څو دوی خپل کتابونه په خوندي توګه ښوونځي ته پکې یوسي.
د استاد ملکزي د هڅو او هاند نتیجه وه چې د بابوخیلو کلي ټول کلیوال یې دې ته وهڅول چې خپلې لوڼې ښوونځي ته واستوي، چې په نتیجه کې د ټولګي د شاګردانو شمیر ۶۲ تنو نجونو ته رسیږي، چې د دومره لوی شمیر نجونو را ټولیدل په یوه ټولګي کې د حیرانۍ خبره ده. په دې هکله ښاغلی ملکزی وايي: “په لومړیو کې خلک دومره لیوال نه وو، مګر ورو ورو د خلکو لیوالتیا زیاته شوه، حتا تر دې چې زموږ د شاګردانو شمیر ډیر لوړ شو، ۶۲ تنه د سویډن کمیټې رسمي را سره منلي دي، مګر ددې تر څنګ ۱۸ تنه نورې نجونې هم دي چې له موږ سره په افتخاري توګه ټولګي ته راځي.”
استاد ملکزی وايي چې زموږ وطن ډیر کار ته اړتیا لري، ځکه خو ما د خپلو زده کوونکو په خاطر په ټول تعلیمي کال کې یوه ورځ رخصتي هم نه ده کړې. دغه راز نوموړی د افغانستان په ټولو خلکو غږ کوي وايي:”د افغانستان ټول میندې او پلرونه باید خپل ماشومان ښوونځي ته ولیږي، ځکه موږ کولی شو په ښوونه او روزنه خپل وطن جوړ کړو.”
د سویډن کمیټې د وردګ سیمه ایز دفتر د څارنې او ارزونې څانګې مسؤول ښاغلي محمد عادل منصور د باباخیلو ښوونځي د استاد او زده کوونکو د سویې په هکله وايي: ” استاد یو خواریکښ ځوان دی، چې له شاګردانو سره د کار نتیجه یې ډیره عالي ده. ځکه په دغه ټولګي کې ټولې زده کوونکې کولی شي په روانۍ کتاب ولولي، په تخته املا ولیکي او د جمعې او تفریق عملیې اجرا کړي. په لومړي ټولګي کې د دوی د پوهې کچه فوق العاده لوړه ده. “
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې وردګ سیمه ایز دفتر په میدان وردګو او بامیان ولایتونو کې فعالیتونه ترسره کوي، چې د دغو دواړو ولایتونو په ۱۲۵ بیلابیلو موقعیتونو او ۵۵۳ ټولګیو کې یې ۱۳۸۳۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده، چې په دوی کې ۱۰۸۳۰ تنه یې نجونې او ۳۶۷۸ تنه یې هلکان دي، او ۵۹۱ تنه ښوونکي یې د زده کوونکو تدریس ته ګومارلي دي.