ملینا رمبه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د نوې مشرې په توګه وټاکل شوه

آغلې ملینا رمبه د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د نوې مشرې په توګه پر دنده وګمارل شوه. نوموړې به په کابل کې دافغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مرکزي دفتر کې میشته وي او په ۱۴ ولایتونو کې به د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې فعالیتونه اداره کوي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یوه پرمختیایي اداره ده چې ۵،۱۰۰ تنه کارکوونکي لري چې د روغتیا، ښوونې او روزني او کلیو پراختیا برخو کې ځايي ټولنو ته خدمات وړاندي کوي.

فبروري 8, 2018, by SCA