معلولو مېرمنو ته کسب ترټولو ښه بدیل دی
معلولې مېرمنې او نارینه دخپل ژوند دبهبود لپاره لومړی باید سواد ته مخه کړي او که دتعلیم امکانات ونه لري نو دمعیشت لپاره یې ترټولو ښه بدیل لاسي هنرونه ، دجامو ګنډل او دکسبونو زده کول دي، چې دافغانستان لپاره سوېدن کمېته دمعلولینو پروګرام تل دمعلولینو دژوندانه دبهبود لپاره غم خوري.
دا په مقر ولسوالۍ کې دمعلولینو دپروګرام دوه جلا جلا حرفوي (کسبي) ګروپونه دي چې هریو یې شپږ شپږ تنه معلول ښځینه شاګردان لري، دوی هره ورځ دخپل کلي په یو محرم ځای کې دیوې ښوونکې لخوا روزل کیږي او زده کړې ورکول کیږي ، ترڅو په ټولنه کې دښه ژوند او کردار څخه برخمنې واوسي.
په یوه حرفه کې ورته دماشومانو دبسترو دګنډلو او په بله حرفه کې دچرمه دوزۍ هنر دورځې په اوږدو کې ور زده کول کیږي او لدې ورهاخوا څو ساعته دښځینه ښوونکي لخوا سواد زده کړې ور ښودل کیږي ، ترڅو دجامو داندازه کولو کې او دیو نوم په لیکلو کې مرسته ورسره وکړي.
ددې حرفې زده کوونکو معلولو مېرمنو وویل چې اوس په آساني سره کولای شي چې پخپل کور کې پرې کار وکړي دوی وویل موږ دسوېډن کمېټې نه خورا زیات خوشحاله یو چې زموږ په څېر معلولو لپاره یې دکسب زده کولو محرم ټولګی فعال کړی استادانې زموږ زده کړو ته لیواله دي.
یوتن ښوونکې وویل چې دا تولید شوي توکي ټول ددوی دلاس کمال دی ، ډېر په علاقه سره درسونو ته راځي او زه یې پر ښه راتلونکي بسیاینې باورمنه یم.
یوې بلې معلولې زیاته کړه چې دا کسب له موږ سره دا مرسته کوي ، چې پخپلو کورونو کې په ستر او آمن کې دخپلې کورنۍ مالي ملاتړوکړو، ځکه چرمه دوزي ډېر ښه بازار لري ، مېرمنې دا ډول جامې اغوستل زیاتې خوښوي.
یادې ټولې مېرمنې ډول ډول معلولیتونه لري ، څوک دلاس ، څوک دپښو او څوک هم دنه اورېدلو ، چې ددا ډول مېرمنو دښه ژوند لپاره دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دمعلولینو پروګرام مروج کسبونه دوی ته په محرم ځایونو کې دایروي ، چې دخوېندو په ژوند کې یې خورا ارزښتمن رول لوبولی.