محمد حسین دواړو لاسونو په نه درلودلو سره بیا هم لیکل کولی شي
محمدحسین هرسهار په خپلو ماشومانه اوشوخو حرکاتو دښوونځي بکس آماده کوي او دحیرانتیا خبره لا داده چې د دواړو لاسونو په نه شتون کې بایسیکل هم چلوي او دښوونځي پر لور ځي.
لس کلن محمد حسین دغزني ولایت دمرکز کلای شهاده د کلي اوسیدونکی دی، چې په معلولیت سربېره دکلای شهاده په ښونځی کې یې خپلې زده کړې ترڅلورم ټولګي رسولې دي، دی په لومړی سرکې دسوېډن کمېټې دښوونې او روزنې دکارمندانو لخوا په خپل کور کې تشخیص شوی، کورنۍ ته یې قناعت ورکړل شوی، چې محمد حسین کولی شي زده کړې وکړي، وروسته دکورنۍ ترموافقې دکلای شهاده په ښوونځي کې شامل شوی او اوس پرله پسې زده کړې کوي.
دی یو عادي ماشوم ندی بلکې دواړه لاسونه مورزاده نلري، دواړه پښې یې هم تغیر بڼه لري یعنې سؤ شکل دي.
محمد حسین په ښوونځي کې تر شاملولو وروسته وخت پروخت د سویډن کمېټې کارکوونکو له خوا کتل کیږي، له ښوونکو او ادارې سره یې غونډې او مجلسونه نیول کیږي ترڅوهغه ددې توانایي پیدا کړي چې دبسیا او خوندي ژوند پرلور قدم واخلي .
محمد حسین وایي، په ګرځيدولو، لوبو، زده کړو او دکورنۍ دندې په لیکلو کې ترهیچا کم ندی او هیڅ ستونزه نلري.
قلم په څنګلو نیسي او لیکل ورباندې کوي.
دهغه د لیسی مدیر ښاغلی اسدالله احمدي وایي، دمحمد حسین په څېر ډېر ماشومان یاد ښوونځي ته راځي، چې دسوېډن کمېټې لخوا یې کورنۍ تشویق شوي او والدینو ته یې قناعت ورکړل شوی چې معلولیت لرونکې ماشوم یې زده کړې کولی شي.
دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټه له لسیزو راهیسې دمعلولینو دحقونو پرخوندیتوب، ځواکمنتیا او مساواتو کار کوي په همدې اساس دمعلولو وګړو پرتعلیمي، ټولنیزو، اقتصادي او فزیکي بیارغونو؛ پرته له تبعیضه خدمات وړاندې کوي، ترڅو دوی په ټولنه کې دسالمې ودې ترڅنګ دخودکفا ژوند څخه برخمن شي.
دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دغزني سیمه ییز دفتر دښوونې اوروزنې پروګرام دسالمو اشخاصو دښوونې ترڅنګ دمعلولو ماشومانو پرزده کړو پوره باور لري.