له یوه ټولګي څخه تریوه ښوونځي پورې
کلونه وړاندې دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه ګاومیشک کې دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې لخوا یو کلیوالي ټولګی ایجاد شو، پداسې حال کې چې دزده کړو لپاره یې هیڅ امکانات نه درلودل خو ددې ټولګي ایجادول نوموړې سیمې ته نیکمرغي وروبښله پدې مانا چې یو ټولګی په یوه ښایسته او مجهز لومړني ښوونځي بدل شو؛ او دادی نن ورځ دسویډن کمېټې لخوادآقامحمد په نوم مجهزتعمیر ورته ودان شو.
ګاومېشک دغرونو په لمن کې هغه سیمه ده چې وګړي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ حتی هلته دڅښاک پاکې اوبه هم خورا کمې دي. پدې سیمه کې لومړی یو کلیوالي ټولګی ایجاد شو او ددې ټولګي ددوام له برکته دادی نن ددې قریې شاوخوا ۴۳۰ هلکانو او قابو ۱۵۰ تنه نجونو ته دزده کړو لپاره عصری ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
پدې ښوونځي شاوخوا لس عشاریه څلور(10.4) میلیونه افغانۍ مصرف راغلی چې شپږ درسي، دوه اداري، یوه کتابخونه، تشنابونه، داحاطې دیوال، میزونه او چوکۍ اود لمریزې برېښنا په واسطه دڅښلو داوبو سیستم فعال شویدی چې نه یواځې زده کوونکو بلکې ددې لویې قریې شاوخوا ۶۰۰ کورنیو ته یې هم دڅښلو داوبو زمینه مساعده کړېده.
ددې ښوونځي دپرانیستې په مراسمو کې دقره باغ ولسوالۍ دپوهنې آمر، دسوېډن کمېټې دکلیوپراختیا او پوهنې د څانګو کارکوونکو، ځایی مشرانو او خپله زده کوونکو ګډون کړی ؤ.
دقره باغ ولسوالۍ دپوهنې آمراو ځایي قومي مشرانو دافغانستان لپاره دسویډن کمېټې هڅې او مرستې وستایلې او ددې ښوونځي دجوړېدو له امله یې مننه وکړه.
دشپږم ټولګي یوتن زده کوونکي عتیق الله جان وویل: دښوونځي ودانۍ ته موږټول زده کوونکي خوشحاله یو؛ زه غواړم لوړې زده کړې هم وکړم.
ددې ښوونځي سرښوونکي ښاغلي حمد الله وویل : «موږ دتدریس لپاره مخکې مناسب ځای نه درلود چې ددې ښوونځي په جوړېدو سره دا ستونزه په بشپړه توګه حل شوه او دزده کړو ټول لوازم دسویډن کمېټې لخوا راته آماده شول موږ ترې مننه کوو».
په قره باغ ولسوالۍ کې یواځې دسویډن کمېټې په کلیوالي ټولګیواو ښوونځيوکې شاوخوا ۷۱۹ تنه هلکان او ۴۶۷۱ تنه په زده کړو بوخت دي.