له جګړو ستړی ولس
عالم خان دغزنی ولایت دمرکز دنوغي دسیمې اوسېدونکی دی، قابو ۱۲ تنه دکورنۍ غړي لري او سرپرستي یې کوي. له یوې معلولې ۹ کلنې لور سره یې دسویډن کمېټې دمعلولینو څانګې خدماتو ته مراجعه کړېوه. کله مو چې ددې دمعلولیت دعلت په هکله وپوښت ؛ نو، دژوند کیسه یې خورا دردونکي او ژړونکې وه.
دنوموړي په وینا تېر کال یې په کور دهاوان دمرمۍ دلګېدو له امله دکورنۍ ۷ تنه ټپیان شول او یوه ورېندار یې پکې ووژل شوه ، چې دهمدې ۷ تنه ټپیانو په ډله کي شبانې په نوم دده دغه ۹ کلنه لور هم شامله وه.
هغه، شبانه هره دویمه میاشت دسوېډن کمېټې دمعلولینو دبیارغونې مرکز ته راولي او دقطع شوې پښې لپاره قالب ورته دماهرو تکنېشنانو لخوا جوړیږي ، ځکه دبدن د ودې په وجه ورته قالب نوی کیږي.
پلاریې عالم خان وایي (( هغه ورځ به په ما اختر وي چې په وطن کې سوله او آمن راشي؛ ځکه پدې جنګونو کې یا هره ورځ وژل کېږو او یا هم معلول کیږو په همدې پیښه کې زموږ دکورنۍ اکثره غړي معلول شول او یو تن مو پکې ووژل شو، اوس زموږ ټول ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ دی)).
ښاغلی عالم خان سواد نلري او په پردۍ مزدوري ژوند تېروي. ده وویل زموږ په ګاونډ کې هغو خلکو چې اقتصادي وضعیت یې نسبتآ ښه ؤ؛ دمرګ له ویرې یې ښارونو ته کډې وکړې خو زما په څېر فقیر خلک ددې وس نلرو چې په ښار کې دکور کرایه لا ادا کړو، بس ناچاره یو چې دجګړو په منځ کې ژوند وکړو پخپلو کورونو کې مو زیرزمیني جوړې کړېدي دجنګ په وخت کې ټول هلته پناه وروړو.
دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې له مرستې څخه ډېرخوشحاله دی وایي ښه ده چې دا مصنوعي پښې راته وړیا راکوي که دا په پیسو وای ؛ نو ما ددې وس هم نه درلود چې د لور لپاره مې دپښې قالب اخیستی وای، اوس ښه ده لور زموږ له احتیاجه خلاصه ده او ددې مصنوعي پښې پواسطه حرکت کوي او دکلي په مسجد کې له ملا امام څخه سبق وایي.
په غزني ولایت کې د سویډن کمېټې دمعلولینو دبیارغونې مرکز ته لسګونه دا ډول معلولین هره ورځ مراجعه کوي چې زیاتره یې په جنګونو کې معلول شوي وي.