له افغانستان څخه زما لومړنۍ کتنه
کارین یمتین وایی: “ما د افغانستان لپاره د سويډن د کمیټې فعالیتونو په اړه اورېدلې و، خو دا ډېر په زړه پورې و چې له نږدې مې کارونه په خپلو سټرګو ولیدل، که څه هم ما د دې دفتر یو وړوکې برخه ولیده خو بیاهم ډېر متاثر شوم”
د سويډن د بین المللی پرمختیایی ادارې ریس کارین یمتین له افغانستان څخه په خپل لومړنۍ لېدنه کې د مې میاشتي په ۲۸مه، په مزار شریف کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له اورتوپیدي څانګې څخه لیدنه وکړه.
دغه مرګز هر کال ۲۶۰۰ کسانو ته د تحرک وسیلې مرسته کوي، چې په دې جمله کې ۱۲۰۰ یې ښځینه دي. په ټوله توګه د سویډن کميته هر کال ۱۴۰۰۰ کسانو ته اورتوپیدی خدمتونه وړاندې کوي. پولیو مرض د مرستې غوښتلو لپاره یو عام دلیل دی افغانستان د نړۍ له محدودو هیوادونو څخه دی چې دا پولیو ناروغۍ پکې تر اوسه له منځه نه ده تللې.
سخی داد پنځه پنځوس کلن دی کله چې ماشوم و ګوزن وواهه او دواړه پښې یې فلج شوې. اوس هغه له خپلې خور سره ژوند کوي او خيل لومړی ویلچیر یې شپږ کاله وړاندې په مزار شریف ښار کې له سویډن کمیټې څخه تر لاسه کړ. د سخی داد زوړ ویلچیر مات شوی و. هغه د نوی ویلچیر اخیستو لپاره اورتوپیدی مرګز ته راغلی و .کله چې د سیډا((Sida عمومی ریس هم په هماغه وخت کې هلته و.
سخی داد وویل: (مخکې له دې چې له دې مرکز څخه مرسته واخلم یو ځای څخه بل ځای ته د تلو لپاره مې له خپلو لاسونو څخه مرسته اخیسته. لاسونه او پښې به مې په ډبرو او نور شیانو په ځمکه کې زخمی کیدل. اوس د نوې ویلچیر په درلودو دباندې وځم او خپل ځانته کار لټوم. زه د افغانستان لپاره د سویډن د کمېټې له مرستو مننه کوم ځکه چې ما خپل ځانته د ترایسکل( tricycle) د اخیستو توان نه درلود.)
همدا رنګه، د سویډن کمیټه په افغانستان کې د فیزویو تراپیګۍ ۱۲ مرکزونه لري، چې افغانانو ته فزیوټراپي خدمتونه وړاندې کوي او معلولیت لرونکو خلکو ته په کورونو کې هم مرسته کوي. مرستندویه وسایل او سفارشی کمکی وسایل په څلورو منطقوي اورتوپيدي ورکشاپونو کې ټولیدیږي. د سويډن کميته د اورتوپیدي خدمات لکه اورتوز( orthoses)، پروستیز( (prostheses، ویلچییر (wheel chairs)او واکینګ فرم (walking frames) له دیرشو کلونو را په دې خوا وړاندې کوي. د فزیکی معلولیت لرونکو کسانو پیاوړتیا په ټولنه کې مساوی لارسي ښيي چې دا د سویډن د کمیټې یو له اهداف څخه دی.