لغمان کې د ۲۵ ښځینه نرسانو د فراغت بري لیکونه تر لاسه کړل
د افغانستان لپاره د سويډن کميټې او د سويډن هيواد مرستندويه ادارې سيډا په مالي مرسته په ختيځ لغمان کې د نرسنګ خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۲۵ ښځینه نرسانو د دوه کلونو زده کړو وروسته د فراغت بري لیکونه تر لاسه کړل.
نوې فارغه شوي ښځینه نرساني به په بیلابیلو ولسوالیو او کلیو کې په روغتیايي مرکزونو کې په دندو وګومارل شي، چې دې سره به په یاد ولایت کې خلکو ته او په ځانګړي توګه ښځینه ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونه په برخه کې ورپیښی ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي.
دغو ۲۵ تنو ښخینه نرسانو چې د تېرو دوو کلونو راهیسې یې د نرسنګ خدمتونو په برخه کې زده کړې تر لاسه کړې د زده کړو تر بشپړېدو وروسته د لغمان ولایت د مرستیال والی الحاج شهزاده مظلوم یار، په ختیځ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې مسئول عبدالاحد سمون او د یو شمېر چارواکیو له لوري د فراغت بري لیکونه وویشل شول.
مریم، عزیزه او زرلشت د دغه فارغه شوو نرسانو د ډلی څخه دي. هغوي وايي چې د دوه کلونو زده کړو وروسته هغوي اوس ټولنی ته روغتیايي خدمتونه وړاندی کولو ته چمتو دي.
آغلې مریم د لغمان لیری پرتې دولت شاه ولسوالۍ اوسیدونکی او د دوه زامنو مور ده. هغه وايي چې طبابت سره مې خورا زیاته مینه او علاقه وه او غوښتل می چې خپلو خلکو ته د روغتیا په برخه کې خدمت وکړم. زمونږ په ولسوالۍ کې روغتیايي مرکز شته خو د ناروغانو بیروبار زیات دی.
د قرغیو ولسوالۍ عزیزه وایي چې هغي د نورو میرمنو او نجونو سره دوه کاله په ټولګي کې نظري او همدارنګه د مهترلام په ولایتي روغتون کې عملي زده کړي کړي او د زده کړو خوښه ده. همدارنګه د الیشنګ ولسوالۍ زرلشت وايي چې هغي د مور او پلار او د کورنی په خوښه د نرسنګ زده کړو کې شامله شوي وه. هغي وویل چې نن د خوشالی ورځ ده چې هغه د ټولنې د خدمت لپاره ځي.
د ټولنې روغتیايي نرسانو د روزنې دغه پروژه د افغانستان لپاره د ناروې کمټې له لوري پلي شوه، چې ټولټال شل میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې او د سویډن هیواد د نړیوالو مرستو د ادارې سیډا له بودیجې يې مالي ملاتړ شوی دی. د نرسنګ د زده کړو په ښوونځي کې سربیره د لیلیي، دغې زده کونکو ته میاشتې جیب خرچ او د هغوي د ماشومانو لپاره وړکتون او د انګلیسی او کمپیوټر زده کړو آسانتیاوي برابري شوي وي.
دغه ۲۵ ښځینه نرسانې چې زیاتره یې د لرې پرتو سیمو هم دي، له دې وروسته به د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو د لرې پرتو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې د خدمت په موخه عملا په دندو پیل وکړي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار نویو فارغو شویو نرسانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د دوی له کورنیو هم مننه وکړه چې خپلو اولادونو ته یې دا موقع ورکړه، څو د زده کړو سره سره د ټولنې او بشریت دې ستر خدمت ته چې په اوسني وخت کې ورته ډېره اړتیا لیدل کېږي هم اوږه ورکړي.
وروسته په وار سره د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالطیف قیومي، په ختیز زون کې د سویډن کمېټې مسول انجنیر عبدالاحد سمون، ډاکترې شکیلا بیدار، د ولایتي شورا استازي حاجي محمد ظاهر حسین خیل او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې یو تن استازي خبرې وکړې او د دغه روزنیز پروګرام پر اهمیت او ارزښت د رڼا اچولو تر څنګ یې د مرستې او همکارئ ډاډ څرګند کړ.