International Criminal Court, ICC, office The Hague, Netherlands.

International Criminal Court, ICC, has its seat in The Hague, Netherlands. Photo: CC BY-NC 2.0

کله چې متحده ایالات د نړیوالې جنايي محکمې (ICC) چوپتیا غواړي، نو زموږ غږ د دې ادارې څخه په ملاتړ اړینې دي

وروسته له هغه چې نړیوالې جنايي محکمې په افغانستان کې د مشکوکو جنګي جرمونو په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې ادارې پر کارمندانو او همکارانو بندیزونه لګولې دي. په دې کار سره متحده ایالات د نړیوال بشردوستانه قانون تضعیفوي او افغان خلکو ته د عدالت د تأمین کیدل څخه ډډه کوي. دغه مطلب د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د عمومي منشي انډریاس اسټیفنسن لخوا په وبلاګ پانه کې لیکل شوي ده.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په مکرر ډول په افغانستان کې هغه ناوړه او بحراني وضعیت ته پاملرنه وغوښته چې ملکي وګړي ورسره مخ دي، چیرې چې د نړیوال بشردوستانه قانون په وړاندې جرمونه د ښکېلو ټولو خواو لخوا ترسره کیږي. موږ لاهم د مستقیم بریدونو سره مخ یو او موږ پوهیږو چې جګړه د افغانستان د پرمختګ په دوام کې څنګه ویجاړونکې ده.

په ۲۰۱۷ کال کې، کله چې د نړیوالې جنايي محکمې لوی څارنوال چی فتو بینسودا نومیږي په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشريت پروړاندې د جرمونو د تحقیق غوښتنه وکړه، نو د افغانستان خلکو ته یوه هیله پیدا شوه. هغه کسانو  چې د لسیزو راهیسې په سیستماتیک ډول پدې هیواد کې جنګي جنایتونه ترسره کړي، اوس به هغوی حساب ورکونکي وي. په دې تحقیقاتو کې طالبان، افغان ځواکونه او امریکایي ځواکونه شامل و.

تير کال د دې تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه رد شوه.  نړیوالې جنايي محکمې د دي تحقیق د ترسره کیدو لپاره وضعیت خورا نامناسب وباله. د ملیونونو افغانانو په وړاندې د جرمونو شواهد له منځه یوړل شول. دا پریکړه د متحده ایالاتو د ولسمشر له بیان څخه لږ وروسته ونیول شو، کله چې هغه د بینسودا څارنوال او د هغه کاري ټیم ته د ویزې د محدودیت ګواښ وکړ. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د دې ګواښونو او د نړیوالې ټولنې چوپتیا څخه حیران شو.

تیره اونۍ په افغانستان کې د تحقیقاتو د بیا پیل لپاره د نړیوالې جنايي محکمې پریکړې په ځواب کې، ډونالډ ټرمپ د دي ادارې پر کارمندانو، د هغوی پرکورنیو او هرهغه څوک چې د متحده ایالاتو پروړاندې په تحقیقاتو کې له دې ادارې سره همکاري کوي د بندیزونو د اجرا کیدلو فرمان صادرکړ.

 دا ګواښونه د بشري حقونو د تأمین لپاره په نړیوالې همکارۍ کې یوه غمجنه او شاته ګام دی. زه خوشحاله یم چې دا ځل اروپایي اتحادیه، د سویډن هیواد او نورو د نړیوالې جنايي محکمې په ملاتړ خورا روښانه دریځ نیولې. د هغوی غږونه د هغو ملاتړ لپاره اړین بلل کېږي چې د لسیزو جګړو وروسته د عدالت د تأمینېدو په تمه دي او اوس د غلی پاتي کیدلو خطر سره مخ دي.

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پدې وروستیو کې ادعا کړې چې د نړیوالې جنايي محکمې "د آزادۍ مدافعینو" سره په جګړه کې نه دی، خو مګر د شکنجې،  پرملکي وګړو بریدونه او غیرقانوني اعدامونو سره مبارزه کوي، خو د ډونالډ ټرمپ فرمانونه د نړیوال بشردوستانه قوانینو او د افغانستان د خلکو لپاره د عدالت تأمین تضعیفوي.