جګرې ننګونې جوړوي – خو مونږ ښوونځي نه ترو
په هیواد کې د جګړې دوام په افغانستان کې ننګونې جوړوې او په نا امنه سیمو کې د زده کړو په لړۍ کې ستونزې را منځ ته کوي. دا د کیفیت وړ زده کړو د برابرولو لپاره یوه غټه ستونزه بریښي. دغه د کندز ولایت د قلای ذال ولسوالۍ د ګونش په کلې کې ثبوت شوه، چیرته چې د تیرو دوه کلونو راهیسې جګړه دوام لري. نو له همدې امله د دوه کالو په موده کې د ګوناش د کلې ښوونځي درې ځلې له خنډونو سره مخ شوي دي.
تر اوسه پورې زده کونکي د خطر سره مخ دي، د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ جګړه نه ده ختمه شوې، د ښار شاوخوا مسلح خلک تر اوسه فعاله دي، دی جګړو خلک اندېښمن کړي. دغه حالت د زده کونکو په فکر بد اثر اچولۍ دی. جګړو د ګونش په کلي کې د با کیفیت زده کړو لړۍ ته خنډونه را منځ ته کړي دي. په دغه کلي کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ټولنیزې ښوونځۍ سوځول شوی او ماینونه په کې ځای پر ځای شوي دي او زده کونکې یو شخصي کور ته بیځایه شوي دي. خو په خوښې سره باید ووایو چې دوی خپل زده کړې بیرته پیل کړي دي.
د ګونش د کلي مشر جمعه خان حکیمي وویل:”زما د جګړې څخه بد راځي، ځکه چې هغه زمونږ د کوچنیانو د زده کړو لپاره ستونزې رامنځ ته کړي، زمونږ په اقتصاد باندې یی بده اغېزه کړې ده، او په پخواني جګړو کې زمونږ پچیان قرباني شوي دي.”
سید جمعه خان حکیمی، د ګونش د کلي مشر
هغه زیاته کړه، که څه هم چې هغه د جګړې څخه ویریږې (ډاریږې)، خو بیا هم مجبور دي چې خپل کوچنیان ښوونځۍ ته ولیږي، ترڅو هغوی د زده کړو څخه لرې پاتې نه شي او هغه څه چې یې زده کړي هغه ترې هېر نه شي. هغه وویل چې د سیمې ټول اوسیدونکو د خپلو کوچنیانو سره احتیاط کوي چې خپل کوچنیان د جګړې څخه لرې وساتي او دوې د ښوونکو د جرګې او د سرښوونکي سره په اړیکه کې دي، که د ښوونځۍ پر شاوخوا هره پیښه وشي نو دوی ځانونه ښوونځۍ ته رسوي چې خپل کوچنیان خوندي کړي.
عبدالرحمن د جمعه توردی زوی د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې په ښوونځي کې ښوونکی دی. هغه وویل: “زمونږ لپاره زمونږ د زده کوونکو روزل ډیر اهمیت لري، ځکه چې زمونږ د کوچنیانو غوره راتلونکې د کیفیت درلودونکو زده کړو پورې اړه لري. جګړه زمونږ ښوونځۍ نه شي را تړلای، یوازې ننګونې جوړوي. درې ځلې زمونږ ښوونځۍ و ټړل شو، مونږ بېرته خپلې زده کړې پیل کړې ترسو د زده کړو تداوام پرې نشي.
هغه وویل: کله چې د دولت او طالباتو تر منځ جګړه پېل شوه مونږ په هغه ورځ ازموینې درلودې، نو مونږ زده کوونکي خپل کورنیو ته وروسپارل چې خوندي یې کړي، بیا مو ښوونځۍ وتړله، کله چې مونږ ښوونځې پریښودله نو جګړه زمونږ تر ښوونځۍ راورسیدله، د دواړو خواوو د ډزو په پایله کې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې ښوونځۍ اور واخیسته. کله چې مونږ د سپټمبر په ۱۷مه د ۲۰۱۶م کال د ګونش کلي ته بیرته راغلو نو د ښوونځۍ د ودانۍ په ګډون هر څه له منځه تللې وو، او د دې امکان نه وو چې د ښوونځۍ پخوانۍ ودانۍ ته بیرته ولاړ شو، نو مونږ زده کونکي یو شخصې ښوونځې ته بیځایه کړل او خپلې زده کړې مو پېل کړې.
حمیده د ګونش د ښوونځۍ د شپږم ټولګۍ یوه زده کوونکې وویل:”دغه اوسنۍ جګړې زه بې جرئته کړم، ځکه چې دغه جګړه نظر پخوانیو جګړو ته بل ډول وه او ډیر خنډونه یې را منځ ته کړل، او زمونږ ښوونځۍ یې ونړوله او اوس زه په دې باور لرم چې جګړه او شخړه بدبختي او خرابېي رامنځ ته کوي. په هر حال، زه اوس خوشحاله یمه چې خپل ټول ټولګیوال ژوندي وینم او هیڅ یو نه دی ټپي شوی.”
حمیده د ګونش د ښوونځۍ یوه زده کوونکې
هغې د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې څخه غوښتنه وکړه چې د جګړې او شخړو په وخت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د ښوونځي د زده کوونکو ملاتړ وکړي، او امن ځاې ته یې بیځایه کړي، ځکه چې زده کونکي نه غواړي چې د زده کړو لړۍ خراب شي.
د څلورم ټولګۍ زده کونکي خان ولید وویل:”کله چې جګړه پیل شوه زه ډار شوی وم، خو زما کورنۍ زه د جګړې څخه یو خوندې ځاۍ ته ولیږلم، او زما اکثریت ملګري هم هلته راغلل، کله چې هغوې راغلل نو ما جرئت ترلاسه کړ، خو کله چې زه بیرته کلې ته راغلم او د خپلې ښوونځۍ ودانۍ مې ولیدله، نو لا و هېرېدم . خو زه دی ته مجبوره یم چې دلته پاتې شم، ځکه چې زما پلار په دغه کلې کې باغ، کور،مځکه او څاروي لري، نو مونږ باید چې دلته پاتې شو. هغه وویل، مونږ د خپلو زده کړو د دوام لپاره علاقه مند یو او زه د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې څخه غوښتنه کوم چې زمونږ سره پاته شي او زمونږ ملاتړ وکړي.”خان ولی، د گونش د ښوونځۍ یو زدکونکې
د ګونش کلۍ د ولسوالۍ د مرکز څخه ۶ کیلو متره لرې ده ، شاوخوا ۶۵۰۰ کورنۍ په دغه کلي کې اوسیږي، د کلي اوسیدونکي ازبک، ترکمن، تاجک، او پښتانه دي. ډېری اوسیدونکي یې بزګران دي، نارینه یې په باغدارۍ او څارویو بوخت دي، خو میرمنې یې په خپلو کورونو کې د غالیو په اوبدلو بوختې دي.
د ګونش د کلې شاوخوا ۸ سلنه خلک باسواده او ۹۲ سلنه اوسیدونکې یې بی سواده دي. د بیسوادۍ د لوړې کچې لامل په په تیرو لسیزو کې په دغه سیمه کې با کیفیته زده کړو ته نه لاسرسي وو او کوچنیانو ته ویل کیدل چې په مځکو کې کار وکړي او ښوونځیو ته نه پریښوول کیدل. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د یوې سروې له لارې دغه ستونزه په ګوته کړه او د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې ښوونځۍ یې په دغه کلې کې پرانیسته او با کیفیته زده کړې یې برابرې کړې. اوس مهال د ګونش کلې اوسیدونکې د زده کړو په ارزښت پوه شوي دي، په خپله خوښه خپل کوچنیان ښوونځیو ته استوي، او دوی د جګړې او شخړو څخه نه ویریږي، دوي د افغانستان
سید قدرت الله عطایی د اړیکو مسوول،
شمال ختیځ سیمه ایز ادارې دفتر