Nazifa Rahman Neyazi and Mohammad Yasar Mohammadi from Samangan are two participants of this program and it is more than one year that they are working as physiotherapists in Samangan provincial hospital.

هغه زده کوونکي چې اوس د فزیوتراپست په توګه کار کوي

په ۲۰۱۶ کال کې، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په شمال کې د فزیوتراپي کادرونو د روزلو په موخه، د فزیوتراپي زده کړې پیل کړې. په دې روزنیز پروګرام کې ۴۰ تنه د شمالي ولایتونو څخه ګډون کړی وو چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې فارغ شول.

نظیفه رحمان نیازی او محمد یاسر محمدی د سمنګانو ولایت څخه د دې پروګرام دوه ګډون کوونکي وو چې اوس د یو کال نه ډیره موده کیږي چې د سمنګان ولایتی روغتون کې د فزیوتراپست په توګه کار کوي.

نظیفه وایي: "د هغه هوډ په اساس چې ما درلود، د درې کلو زده کړو وروسته، د سمنګان ولایت په روغتون کې ما په دنده پیل وکړ. د فزیوتراپست په توګه کار کول یو لوی ویاړ دی. زه خوښ یم چې د هغو میرمنو سره مرسته کوم چې فزیکي درملنې ته اړتیا لري، خدمت کوم. د هرې ورځې په تیریدو سره د هغو کسانو شمیر په زیاتیدو دی چي فزیکي درملنې ته اړتیا لري. "

حسینا ۳۲ کلنه ده او د سمنګان ولایت په چرمګري کلي کې ژوند کوي. نوموړې د غاړې له درد څخه شکایت کوي. هغه وایي: "څو واري ډاکټر ته لاړم او دوا مې واخیسته خو ښه نه شوم. ځو ورځې کېږي چې فزیوتراپې حرکات ترسره کوم او د ښه والي احساس کوم او د غاړي درد مې کم شوی دی. "

همدارنګه، محمد یاسر محمدی د نارینه وو په برخه کې د فزیوتراپست په توګه کار کوي او په دې برخه کې د خلکو سره په کار کولو خوښ دی. نوموړی وایي: "کله چې ما په کار پیل وکړ د مراجعه کوونکو شمیره کمه وه. کله چې موږ دلته د ناروغانو سره خبرې کوو د فزیوتراپي د اغیزو په هکله هغوی سره خبري کوو. په همدې دلیل د مراجعه کوونکو شمیر مخ په زیاتیدو دی. په یوه میاشت کې نږدې دوه سوه تنه د نارینه وو په څانګه کې د فزیوتراپي خدمتونه ترلاسه کوي. "

۵۰ کلن حاجې احمد، د مراجعه کوونکو څخه یو دی. نوموړی وایي: "ملا مې درد کاوه او د فزیوتراپۍ د خدماتو د ترلاسه کولو په موخه دلته راغلی یم. هر څه ښه دې او د ملا درد مې هم ښه شوی دی. له دې مخکې د فزیوتراپې د درملنې په ارزښت نه پوهیدلم مګر اوس پوه شوی یم چې اغیزمن او ګټور دي. دلته هر څه وړیا دي. "

په شمال کې د سویډن کمیټې د معلولینو د پروژې مشره منیژه بابری وایي: "د دې درې کلن روزنیز پروګرام لومړۍ دوره د شمالي ولایاتو لپاره وو چې د ۲۰۱۹ کال په پای کې سرته ورسید او دوهمه دوره یې د شمال او شمال ختیځ لپاره دی چې ۴۷ تنه په کې زده کړې کوي او په ۲۰۲۰ کې پیل شوی او اوس دوام لري. "  

نوموړي همدارنګه زیاته کړه: "د دغه پروګرام اصلی موخه د فزیوتراپې کادرونو روزل د هغو ولایاتو او ولسوالیو لپاره دي چې د فزیوتراپي د کادرونو له کموالي سره مخ دي. د عامې روغتیا ریاستونو هوډ کړی چې هغوی به د فزیوتراپست په توګه په دنده وګماري. "

د دوهمې دورې د زده کوونکو ټاکنه  د محیطې او روغتیایې کلینیکونو د اړتیاوو پر اساس د شمال او شمال ختیځ زون له ۱۷ ولسوالیو څخه پیل شوې دي. د دې زده کوونکو تر فارغیدو وروسته به د ځینو روغتیایې مرکزونو د ښځینه او نارینه فزیوتراپستانو د نه شتون ستونزه تر یوې کچې حل شي.

دا درې کلنه پروژه په افغانستان کې د اروپایې ټولنې لخوا تمویلیږي او تطبیق یې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا کیږي.