هغه جوړه چې له پروان څخه پکتیکا ولایت ته راغلې
آغلې بي بي زاده اودهغې خاوند محترم محمد یوسف له پروان ولایت څخه پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته راغلي دي او دلته دسویډن کمېټې لخوا جوړ شوي د نجونو په نورانیه ښوونځي کې دښوونکو په توګه دنده اجرا کوي.
آغلې بي بي زاده او خاوند یې اصلاً د افغانستان دترکمن قوم څخه دي؛ دواړه دښوونکو له عالي دارلمعلمین څخه په پروان ولایت کې فارغ شوېدي او شاوخوا نهه میاشتې کیږي چې دسویډن کمېټې لخوا د مرکز ښرنې په نورانیه متوسطه ښوونځي کې دښوونکو په توګه مقرر شویدي.
دنجونو دغه یواځينی متوسطه ښوونځی په ۲۰۰۶ کال کې دافغانستان لپاره دسويډن کمېټې لخوا تاسیس شویدی او فعلاً تر نهم ټولګي پورې نجونې پکې زده کړې کوي. دا په مرکزښرنه کې دنجونو یواځینی ځانګړی ښوونځی دی.
ددې ښوونځي سرمعلم ښاغلي نورمحمد خان وویل “هغه کلتوري ستونزه چې ځایي خلکو درلوده هغه هم ددې ښځینه ښوونکې په راتګ سره حل شوه اوس ټول والدین خوشحاله دي چې پدې ښوونځي کې ښځینه ښوونکې په دنده ګمارل شوېده، ددوی راتګ سره زموږ د مکتب د جدیدالشمولانو په تعداد کې هم زیاتوالی راغلی”
دسویډن کمېټې دغزني سیمه ییز دفتر؛ آغلې بي بي زاده ته د سهولت دایجادولو لپاره دهغې خاوند محمد یوسف ته هم دښوونکي په صفت ددندې کولو فرصت برابرکړیدی ترڅو په ډاډمنه فضا کې دوی دټولنې لپاره خدمت وکړي.
آغلې بي بي زاده وویل “زه له پروان ولایت څخه دلته راغلم ترڅو دخپلو خلکو خدمت وکړم او زه مې له خپلو زده کوونکو سره ډېره مینه لرم. زما یواځینۍ هیله داده چې دنورانیه ښوونځی لیسې ته ارتقا وکړي ځکه ددې ښوونځي نجونې ډېرې په تشویش کې دي اوهروخت موږ ته وایي چې موږ بې سرنوشته پاتې نشو او ښوونځی مو باید د ارتقا ترڅنګ دسویډن کمېټې لخوا حمایت شي، موږ ته معلمي هرځای کې پیدا کېدله خو فکر مو وکړ چې باید ضرورتمند خلکو ته خدمت وکړو”.
دوی دژمي په موسم کې هم دنورانیه ښوونځي کوچنیو نجونو ته په رضاکارانه ډول درس ورکوي او د اوړي په موسم کې بیا دپلان مطابق دمتوسطه دورې لویو نجونو ته د درس ورکولو مسؤلیت پر غاړه لري چې دا د دوی دزیاتې علاقې غوره ثبوت ګڼلی شو.
دآغلې بي بي زاده خاوند محمد یوسف وویل “موږ ټول یو ملت یو په پکتیکا کې کلتوري محدودیتونه ډېردي زه پدې ساحه کې ډېر بلد یم نو د همدې په خاطر ما وغوښتل چې زه مې مېرمن دلته راولم او دواړه پدې ښوونځي کې خدمت وکړوځکه وطن وال پرموږ حق لري او موږ واقعاً دلته ډېرخوشحاله هم یو”
نورانیه ښوونځی په مرکز ښرنه کې هغه یواځینی ښوونځی دی چې تر اوسه پکې شاوخوا ۲۹۰ تنه نجونې تر نهم ټولګي زده کړې کوي او دمیشتو وګړو لخوا یې کلک ملاتړ کیږي لکه دبیلګې په توګه تېرکال په همدې ښوونځي کې؛ ښاغلی میا خان دزده کوونکو دوالدینو له ډلې هغه شخص ؤ چې خپلې درې لوڼه یې له قابو ۱۲ کیلومتره لرې فاصلې څخه همدې ښوونځي ته ددرسونو لپاره راوستلې چې په ملي او نړېواله کچه یې دیوه ښه پلار لقب ترلاسه کړ.
پکتیکا په جنوب ختیځه حوزه کې هغه ولایت دی چې ګڼو کلتوري محدودیتونو ورهاخوا ټول ولایت خپله ښځینه ډاکتره نلري.