هغه جادوي صندوق چې راتلونکې جوړوي
دا یو فلزي صندوق دې. په لیدلو يې کومه ځانګړتیا نه تر سترګو کیږی خو دا یو جادوي صندوق دی چې یو ښه راتلونکې جوړوي.
په شولګره ولسوالۍ کې تاسي دغه ډول ۴۵ صندوقونه پیدا کولاې شئ. په دغه صندوقونو کې تاسي دفتري سامان لکه د پاڼو جزء بند، سورې کونکي او کتابچي لیدلې شئ. په زیاتره صندوقونو کې یو نیم زر افغانۍ پرتي دي. دلته د هر سلګون حساب ساتل شوې دې. هر هغه کس چې لیک لوست نشی کولای په پاڼه يې ګوته لګولي. دا د دې ثبوت دې چی هغه خپله برخه پیسي ورکړي دي.
دا صندوقونه د بلخ ولایت شولګره کې چې د مزارشریف کوز اړخ ته پرته ده د خپل ځانه د ملاتړ کونکو ډلو دي. د خپل ځانه ملاتړ کونکو دا ډلي یا د ښځو دي او یا د نارینه و. خو د میرمنو او نارینه و هیڅ یوه ګډه ډله پکي نشته خو د ښځو ډلي د نارینه و په پرتله ډیري دي خو په هره ډله کې یو یا څو تنه معلولیت لرونکي کسان هم شته دي.
د دې ډلو هر یوه غړې د میاشتی سل افغانۍ سپما کوي. هر یوه کس چې کم نه کمه نیم کال پوری سپما وکړي هغه د خپلی پانګه اچونې لپاره پور اخستلاې شي. پدغه ډلو کې یو شمیر خلکو ته د حرفوي زده کړو لکه نجاری، خیاطی، د ګرځنده ټیلیفونو ترمیمولو او یا د قالین اوبدلو فرصت ورکول کیږی. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د سړکونو جوړوني، ټولنو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو او د نورو بنسټونو جوړولو کوچنیو پروژو لپاره مرستي کوي. د سویډن کمیټه د ځان څخه ملاتړ کونکو ډلو د روزني لپاره مرسته هم کوي.
د ځان څخه ملاتړ کونکي ډلي یو کال پس د کلیو سپما او پور ورکونکي اتحادیه جوړی کړي. د کلیو سپما او پور ورکونکي اتحادیه د ټولنی تولیدونکو ډلو څخه ملاتړ کوی تر څو یو پیاوړي ژوند لرلو لپاره د معیشت یوه بشپړه کڅوړه ولري. دا کڅوړه د تولید څخه واخله تر د کلي او بیا د ولسوالۍ په درجه د برخه لرونکو شرکت لپاره ټول اړین ګامونه اخلي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه په ټولو برخو کې د پاموړ ډلو څخه ملاتړ کوي.
په لنډیزه توګه دا ټولی کړني او د دې پایلي د کلیو پراختیا لپاره دي. په ګډه سره یو شمیر کارونه په کلیوالو سیمو کې چیرته چې بیوزلۍ کچه زیاته او امنیت ستونزمن ده پرمختګ او د عزت ډک ژوند رامنځته کوي. طالبان او جنایت کاري ډلي دواړه په دغه سیمو کې شتون لری او همدا لامل دې چې پدې سیمو کې پانګه اچونه راجلبول خورا ستونزمن کار دې.
خو بیا هم د هیلو سره سره دا تشویش هم شته چې دا کوششونه کافی نه دي. هري یوي ډلې ته چې زه لاړم ما ولیدل چې هغوي د غړیتوب په اړه د ستونزو سره مخ دي او اړتیا لرونکو خلکو ته د حرفوي زده کړو لپاره کافی پیسي هم نلري.
میرمني هم تشویش لري ځکه چې یوازي یو څو ښځي لیک او لوست کولای شي. هغوي هیله مند دي چې د سویډن کمیټه د هغوي د سواد د زده کړو په برخه کې کار وکړي. د هغوي په وینا د طالبانو په وخت کې هغوي هیڅکله ښوونځیو ته ندې تللي.
دلته درې کورنۍ داسي هم دي چې د دې پروژي سره هغوي یو ښه ژوند د لرلو لپاره هیله مند دي. د خپل ځان څخه ملاتړ کونکي ډلو ټول غړي پخپلو ډلو کې کافی استازیتوب نلري ځکه چې هغوي یواځې د رئیس او خزانه دار دوه څوکۍ لري. او هغوي هم یواځې لیک او لوست کولای شي. پدې ډول هغوي د حرفوي زده کړو لپاره وړ نه دي خو یواځي هغه کسان چې ډیره اړتیا ورته لري حرفوي زده کړي کولای شي.
زه دا نظر لرم چې یو ځل بیا شولګري ته ولاړ شم او د دریو کورنیو او پدې پروژه کی ګډون کونکو څخه لیدنه وکړم تر څو وپوهیږم چې د هغوي ژوند څه ډول پرمختګ کوړی دی.
پدې راپور کې د یاد شوو خلکو په اړه معلومات