فرزانه غواړي چې لومړني انجلۍ و اوسي چې د نهر آب په کلي کې به له ښوونځۍ څخه فارغه شي
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ۳ کاله مخکې د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ، نهر آب په کلي کې د مولوی غلام رسول د لېسې ودانۍ ورغوله. دا په دغه کلي کې یوازینی ښوونځی دی. دلته نجونې په عادي ډول تر اووم یا اتم ټولګي پورې ـ چې د بلوغ سن دی ـ زده کړې کوي. بیا دوۍ ښوونځۍ پریږدي. ځینې په کورونو کې پاتې کیږي چې د کور انجلۍ ورڅخه جوړه شي او ځینې بیا باید د هغې له خوښې پرته واده شي.
فرزانه بیا بېله کیسه لري. ۱۶ کلنه ده او په ۱۱ ټولګي کې زده کړې کوي. لا تر اوسه ښوونځي ته ځي، غواړي چې له ۱۲ ټولګي څخه فارغه شي. له ۳ کلونو راهیسې له هلکانو سره په یوه ټولګي کې ده او اوس بلکل عادت شوې ده چې له هغوی سره ګډې زده کړې وکړي.
هغه وايي: “ما په پوره جرئت دا تصمیم نیولی دۍ چې زه په دغه کلي کې لومړني انجلي و اوسم چې د ښوونځي د ۱۲م ټولګي څخه فارغه شم. زه غواړم چې د کلیوالو او د کلي انجونو ته یوه نمونه و اوسم تر څو د کلی انجونې او کلیوال ما وویني او خپلو لوڼو ته د دې اجازه ورکړي چې ښوونځې پاۍ ته ورسوي. که نورو انجونو باندې د ښوونځې د پری آیښودلو فشار نه وای راغلي چې په لومړیو مرحلو کې ښوونځې پرې ایږدي اوس به ما د انجونو څخه په یو ډک ټولګي کې خپلې زده کړې کولې. خو د هلکانو سره زده کړې هم اوس ما نه له خپل تصمیم څخه منصرف کولاۍ شي او نه هم ماته کومه ستونزمن کار دۍ.”
هغې د خپلې ټینګې ارادې د لامل په اړه وویل:
“زمونږ کلی د ډیرو ستونزو سره مخ دۍ. موږ ښځینه استادانې او صحي کارکونکې نه لرو. زه مینه لرم چې یوه ورځ د دغه کلي لپاره کار وکړم. مونږ همدا شان په کورنۍ کې اقتصادي ستونزي لرو. زما پلار په پښه معلول دی. یوازې د غلودانو د راټولولو په فصل کې په کمه اجوره کار کوي. چې په همدې کمو پیسو بیا د ټول کال مصارف پوره کوو. زما پلار زما د ښوونځۍ قرطاسیه د کلي له دوکانونو څخه په پور اخلي او د غنمو د ریبدلو په وخت کې بیا د هغوی پیسې ورکوي. زه غواړم چې له ښوونځي څخه فارغه شم، دنده ترلاسه کړم تر څو له خپلې کورنۍ سره د اقتصادي ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړم.”
د مولوي غلام رسول د ښوونځي ښوونکي ټول نارینه دي.دا یو له هغو لاملونو څخه دی چې خلک خپلې پېغلې لوڼې ښوونځي ته له تلو څخه منع کوي. د نهرآب کلي یو سپین ږیری او د دغه ښوونځۍ یو استاد، عبدالبصیر وایي چې زیاتې کورنۍ هڅوي چې نجونو ته اجازه ورکړي تر څو ښوونځي پای ته ورسوي. خو، د ښځینه ښوونکو نه شتون او د هلکانو او نجونو یو ځای زده کړې د دې لامل شوي چې خلک خپلې پېغلې لوڼې له ښوونځي څخه را وګرځوي.
په دغه ښوونځي کې ۶۶۸ زده کونکي زده کړې کوي چې په هغوی کې ۲۳۳ يې نجونې دي. دغه ښوونځی د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټې له خوا په یو نیم جریب ځمکه کې ودان شوی دی چې، ۱۰ ټولګي درسي او ۶ اداري خونې لري.
د ښوونځي سرښوونکي، محمد ابراهیم په وینا د ښوونځي د ودانیدو څخه وړاندې زده کونکو په خیمو کې زده کړې کولې. هغه همدا شان زیاته کړه:
“مونږ د دوبي او ژمي په موسم کې د ډیرو ستونزو سره مخکیدلو. خو کله چې د ښوونځې ودانې ورغول شوه نو بیا د کلیوالو مینه د ښوونځې سره زیاته شوه، ترڅو زده کړې وکړي. په تیرو درې کلونو کې کلنۍ نوم لیکنه کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی. په تېرو څو کلونو کې د زده کونکو نوم لیکنه له ۵۰ څخه ۷۰ او بیا تیر کال کې ۱۰۰ ته پورته شوه.”
د نهرآب کلی د تخار ولایت د مرکز تالقان څخه ۳۱ کیلو متره لرې پروت دی. له ۱۰ کیلو متره ډیره لاره یې ښوییدونکي او خامه غرونه دي، چې په دې لاره تېروېدونکو کسانو ته خورا له کړاوه ډکه لاره ګڼل کېږي.