Provincial Learning Workshop in Samangan BACEDA Project

دولتي ادارې ژمنه کوي چې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې به په ګوته او حل کړي

په بلخ ، جوزجان ، سمنګان ، غزنی ، میدان وردګو ، او پکتیکا ولایتونو کې په یوه ورځني زده کړه ییز ورکشاپ کې په دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وګړو په ستونزو، فرصتونو او خنډونو او همداشان ددوی د حقونولپاره په عدالت غوښتنې باندې بحث تر سره شو.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دمعلولینو پروګرام داروپایي اتحادیې په مالي ملاتړدبسیډا یا (په افغانستان کې معلولیت لرونکواشخاصو لپاره دفعال تابعیت او مساواتو رامنځته کول) تر نامه لاندې پروژې په مرسته دغه روزنیز ورکشاپ جوړ کړی ؤ. پدې ورکشاپ کې له  لسو څخه د زیاتو دولتي ادارو نمایندګانو ، په شمول دولایت مقام ، ولایتي شوراګانو، رییسانواو د معلولینو د اتحادیویا (DPOs) غړو برخه اخیستې وه.

د سمنګان ولایت مرستیال والي، صفت الله سمنګاني د برخه اخیستونکو له ډلې څخه ؤ چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره یې د ولایت مقام ددفتر لخوا د ملاتړ اعلان وکړ.

"د ولایت مقام دفتر ۳% سلنه معلولیت لرونکو وګړو په کار ګمارلو ته ژمن دی." هغه وویل: موږ به د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو د حل لپاره هیڅ ډول هڅې ونه سپموو. د ولایت مقام دفتر تل د معلولیت لرونکو وګړو ملاتړ کوي او د معمول په څیر به د دوی غږونه (غوښتنې) واوري. "

د ورکشاپ ګډونوال چې دمعلولینو داتحادیو غړي هم دي هیله مند دي ترڅو دغه ورکشاپ لدوی سره خپلو حقونو ته د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي.

په سمنګان ولایت کې د معلولیت لرونکو وګړو د ټولنې غړی ، محمد یونس قاری زاده د دولتي استازو له یوې ډلې سره د معلولیت لرونکو خلکو د ستونزو په هکله ګروپي کار وکړ او خپل کار یې د ګډونوالو په وړاندې ارایه کړ.

هغه وويل: موږ تل د خپلو ستونزو په اړه شکايت کړی، خو کومه پايله يې نه درلوده. زه خوښ یم چې دا ډول ورکشاپونه (پروګرامونه) هرکال په لاره اچول کیږي او په دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو خلکو ستونزې تعقیبوي. "

دې ورکشاپ د معلولیت لرونکو اشخاصو ننګونې په ګوته کړې او د دې ستونزو د حل لپاره یې کاري پلانونه چمتو کړل. تر ټولو مهمه دا چې ددې ورکشاپونوپه پایله کې؛ د شپږ واړو ولایتونوپه دولتي اداراتو کې کې ددوی شکایتونو ته درسېدګي یومیکانیزم دشکایاتو دبکسونو په نصبولو او دتلیفوني تماس له لارې ایجاد شو. په دغه کمیټه کې؛ چې د شهیدانو او معلولینو ریاست دمعلولینو داتحادیو غړي او د ځان مرسته کونکې ډلې (SHG) غړي پکې شامل دي چې پکې غورځول شوي شکایتونه به په میاشتنۍ یا دوه میاشتني ډول تعقیب او بررسي کوي.

د معلولینو او شهیدانو ریاست رییس نجیب الله کوهستاني د دې نوښت قدرداني وکړه. " د داسې برنامو ترسره کول موږ سره مرسته کوي چې د معلولیت لرونکو وګړو په اړه د اړوندو ریاستونو د ژمنو په هکله پوه شو. پدې برنامه کې ، د بلخ ولایت اړوندو ریاستونو ژمنه وکړه چې دوی به هڅه وکړي چې خپلو ریاستونو کې د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې ورحل کړي. "

په ورته ډول ، په پکتیا ، خوست سرپل ، او فاریاب ولایتونو کې څلور ولایتي ورکشاپونه هم زموږ د ملګرو سازمانونو لخوا د BACEDA پروژې ترچتر لاندې د معلولینو لپاره د لاسرسي سازمان (AOAD) او د ماشومانو ژغورنې موسسې (SCI)لخوا جوړ شوي دي. او ورته شکل فعالیت به هرکال دوام ولري.