دمور او پلار باور دمعلول اولاد په راتلونکي باندې مثبت اغیز لري.

۲۶ کلن ځوان قاضي سمیع الله چې یوه پښه یې نرۍ او لنډه ده ، دمیدان وردګو ولایت دمرکز میدان ښار اوسېدونکی دی نوموړي ته د سوېډن کمېټې لخوا لومړی کورني تمرینات ورکړل شويدي له هغې وروسته یې خپلو زده کړو ته مخه کړې او له شرعیاتو پوهنځي څخه یې خپل لوړ سند ترلاسه کړی، خو اوس یو دوکان دار دی.

نوموړي وویل : څنګه چې زه خپله یو معلول یم نسبت نوروخلکو ته؛  دمعلولینو درد ښه احساس کولی شم، ځکه په همدې ټولنه کې غټ شوی یم او زده کړې مې هم همدلته ترسره کړېدي او اوس په همدې ټولنه کې دوکانداري کوم، نو ددوی نیمګرتیاوې او ورسره د والدینو سلوک ښه درک کولی شم.

دی زیاتوي، زه چې تردې ځایه راورسېدم یواځينی دلیل زما دمور او پلار تشویق او باور کولونتیجه وه؛ چې خوشبختانه زه یې اوس ثمره په خپلو سترګووینم، ښوونځی څخه وروسته، لوړې زده کړې مې دشرعیاتو په څانګه کې وکړې او اوس هم پخپله خوښه؛ په افتخار سره دوکانداري کوم.

هغه څخه مو وپوښتل چې سره له زده کړو دې ولې دوکانداري غوره کړه هغه په ځواب کې وویل، چې آزاد شغل زیات خوند راکاوه نو په همدې سبب مې غوره وګڼله چې دوکاندراي وکړم او خپل کاکا سره شریک درنګ او تعمیراتي موادو دوکان پرانیزم.

ده په خپلو خبروکې وویل، ما په خپل ژوند کې زیاتره وختونه لیدلي دي، چې دکورنۍ لخوا د یوه معلول ملاتړ نه کیږي، نو حتمی ده چې هغه له ټولنیزو مناسباتو لرې او ګوښه پاتې شي، خو برعکس که زما په څېر یې دکورنۍ لخوا ملاتړ، تشویق او باور ورباندې وشي، حتمي ده چې هغه به دکورنۍ دیو فعال وګړي په څېر په کار او ژوند کې برخه اخلي او ډېرې لاسته راوړنې به ولري.

دښاغلي سمیع الله په دوکانداري څو میاشتې اوړي چې هره ورځ ترې ۲۵۰۰ افغانۍ حلاله مزدوري (ګټه) ترلاسه کوي، ده ته پدې وروستیو کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې دمعلولینو دڅانګې لخوا شاوخوا ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ بې له کومې ګټې قرضه ورکړل شوېده، چې له ده سره یې د ژوند په چارو کې خورا مرسته کړېده.

دسوېډن کميټه باور لري، که دخیریه ادارو دمرستو ترڅنګ دکورنۍ تشویق له معلولینو سره مل شي، زیاتره دوی به ددې توانایي پیدا کړي، چې په ټولنه کې غوره کارونه ترسره کړي.