ډاکټر حفیظ الله ملنګ: ټولنې ته زموږ با کیفیته روغتیايي خدمتونه ډېر ګټور دي

ډاکټر حفیظ الله ملنګ، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په میدان وردګ ولایت کې د سیمه ایز اداري دفتر د روغتیا پروګرام رئیس دی. نوموړي له موږ سره د صحتمندۍ د دوه نیم کلنې پروژې په هکله خبرې اتري کړي دي. زموږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې "زموږ روغتیايي خدمتونه ټولنې ته څومره ګټور دي؟ که چیرې دغه خدمتونه په ټپه ودریږي څه به پیښ شي؟" وویل: "زموږ د ټولنې زیاتره وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند لري، که خدای مکړه روغتیايي خدمتونه ودریږي نو په ټولنه به یې ناوړه اقتصادي اغیزې وي

په لنډه توګه راځم یوې اقتصادي محاسبې ته، زموږ په روغتیايي مرکزونو کې د میاشتې اوسط ډول ۱۸۰۰ نورمال ولادتونه کیږي، که دغه هر ولادت ۳۰۰۰ افغانۍ لګښت ولري، نو د میاشتې حساب تقریباً پنځه نیم ملیونه افغانۍ کیږي.  دغه راز موږ د میاشتې په حساب ۳۵۰ غټ جراحي عملیاتونه لرو، که دا هر یو عملیات کم تر کمه ۱۵۰۰۰ لګښت ولري، نو د میاشتې حساب یې له پنځه ملیونه افغانیو اوړي. دغه راز په میاشت کې زموږ روغتیايي مرکزونو ته ۱۵۰،۰۰۰۰  (یو لک او پنځوس زره) سراپا ناروغان راځي او روغتیايي کتنې یې ترسره کیږي، که ددغه هر نفر د ډاکټر د کتنې، د لابراتواري معایناتو او نسخې لګښت کم ترکمه ۱۰۰۰ افغانۍ ونیسو، نو د میاشتې حساب یې زښته ډیریږي. دغه راز زموږ په کلینکونو کې له ۶۰-۷۰ د میندو د غیر نارمل ولادتونو غټ عملیاتونه هم په وړیا توګه ترسره کیږي، دغه هر عملیات کم تر کمه ۱۵۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي.  دغه راز که موږ خپلو مرکزونو ته د ناروغانو د راتګ فاصله وسنجوو او بیا یې کابل او یا هم نورو ولایتونو ته د انتقال لګښت وسنجوو دا پخپله یو ستر رقم دی. دغه راز زموږ روغتیايي مرکزونو ته چې څومره مراجعین راځي، دوی ته روغتیايي مشورې هم ورکول کیږي، چې دا پخپله په ټولنه کې د ناروغیو د کنټرول لامل ګرځي. زموږ د واکسین پروګرام له مخې د کال په حساب ۲۰۰۰ ماشومان د نهو عامو احتمالي ناروغیو په مقابل کې واکسین اخلي او معافیت ترلاسه کوي، دغه راز د میاشتې ۲۰،۰۰۰ میندې د تیتانوس واکسین اخلي. نو دغه یو څو مشت نمونه خروار اقتصادي او روغتیايي ګټې وې چې ټولنې ته زموږ د روغتیايي خدمتونو له امله رسیږي."

ښاغلي ملنګ زموږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې "د صحتمندۍ پروژې دوه نیم کلنې دورې د پلي کیدو په بهیر کې ستاسو او ستاسو د روغتیايي ټیم اساسي لاسته راوړنې څه وې؟" وویل:  

"کله چې صحتمندي پروژه د ۲۰۱۹م په جنورۍ کې پيل شوه، د تیرو روغتیايي پروژو سره یې توپیر دا و چې د صحتمندۍ پروژه ۳۳ ٪ بودجه یې د لاسته راوړنو پر بنسټ وه او نوره ۶۷٪ یې ټاکل شوې یا فکس بودجه وه. کله چې خبره لاسته راوړنو ته شوه، نو دا ستونزمنه خبره شوه، مګر موږ وکولی شول چې د خپل متحرک کاري ټیم په وسیله ډیرې لاسته راوړنې ولرو، غواړم یو څو لاسته راوړنې په لنډه توګه شریکې کړم:

له صحتمندۍ څخه مخکې د میدان وردګ ولایت د کلیو په کچه ۲۸۸ روغتیايي پوستې درلودې یوازې ۱۹٪ ښځینه رضاکارانې د کلیو او بانډو په کچه درلودې، چې ۸۰٪ یې د نارینه وو له خوا کارونه ترسره کیدل. اوس موږ ۳۹۷ روغتیايي پوستې د کلیو په کچه لرو، چې د ښځینه او نارینه غړو شمیر په دغو ټولو پوستو کې یو شان دی.

په صحتمندۍ پروژه کې ۱۳ تنه ښځینه ډاکټرانو ګومارل زموږ ټارګیټ و، چې په دوی کې یوازې پنځه تنه ډاکټرانې موږ درلودلې، موږ وتوانیدو چې اته نورې مسلکي ډاکټرانې وګومارو او دا ستونزه حل کړو. د صحتمندۍ پروژه د پلان سره سم باید ۱۰۷۰ کارکوونکي ولري، چې پدې کې ۳۵٪ باید ښځینه کارکوونکي وي، موږ پدې جنګي شرایطو کې، په زیاترو کلینکونو کې مسلکي کارکوونکي نه درلودل، دا یوه ستونزه وه، چې الحمدلله موږ وتوانیدو په ټولو ۷۷ روغتیايي مرکزونو کې مسلکي کادرونه وګومارو. موږ ۷۴ مسلکي د تغذي ښځینه مشاورانې مقررې کړې. دغه راز زموږ بله لاسته راوړنه د امبولانسونو په برخه کې وه، یعنې له صحتمندۍ پروژې مخکې زموږ امبولانسونه شپږ عرادې کرايي ټونس موټر وو، چې دا غیر معیاري وو، موږ وتوانیدو چې ۱۹ امبولانسونه چې د امبولانس ټول معیارونه لري، خپلو روغتیايي مرکزونو کې د خلکو چوپړ ته درولي دي."

د یادونې وړ ده چې په میدان وردګو ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د تیرو شپږو میاشتو روغتیايي فعالیتونو ترسره شوې سروې چې د یوې دریمګړې ټولنې له خوا ترسره شوې وه، روغتیايي فعالیتونو ۹۷.۶ ٪ نمرې اخیستې وې او د ټول هیواد په کچه زموږ روغتیايي خدمتونه په لومړي مقام کې راغلل چې د عامې روغتیا وزارت له خوا د سویډن کمیټه په ستاینلیک وستایل شوه.  دغه راز له صحتمندۍ پروژې څخه مخکې په میدان وردګو ولایت کې په کال کې د یوه نفر پر سر د روغتیايي لګښت اندازه د  ۵ ډالرو په حدودو کې وه، په صحتمندۍ پروژه کې بیا د سویډن کمیټې د مشرانو په مشوره او د پروژې لپاره د بودجې د نهايي کیدو څخه وروسته د یوه تن د روغتیا قیمت ۱۰.۳ ډالرو ته لوړ شو، یعنې دا پخپل ذات کې یوه ستره لاسته راوړنه وه چې له مخې یې زموږ د خدمتونو په کیفیت کې غوره رول لوبولی دی.