دژمنۍ زده کړو مرکز دسوېډن کمېټې په مرسته جوړشوي ښوونځي کې
دغزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې په مرسته جوړشوي ښوونځي کې دماشومانو دژمنۍ زده کړو مرکز پرانیستل شویدی؛ ترڅو د درې میاشتنۍ زده کړوپه نتیجه کې ماشومان دراتلونکي کال دټولګیو له درسونو سره بلدتیا ترڅنګ علاقه پیدا کړي
دزده کړو پدغه مرکز کې شاوخوا ۵۰ تنه کوچني هلکان او نجونې چې ددوهم ، دریم او څلورم ټولګيو زده کوونکي دي ژمنۍ حمایوي زده کړې کوي او هره ورځ درۍ ساعته تدریس دسوېډن دکمېټې داستخدام شویو ښوونکو لخوا ورته ورکول کیږي.
دیادې سیمې اوسېدونکو ته چې له تعلیم څخه لرې پاتې ول ؛ دخالد بن ولید ابتدایه ښوونځی تېر۲۰۱۸ کال کې جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شوترڅو له زده کړو څخه برخمن شي.
ددوی یو تن ښوونکی ښاغلی عبدالبصیر وایي چې پدې زده کوونکو کې دپخوا په پرتله ډېر مثبت تغیر راغلی نوموړي وویل چې پدې ژمنۍ زده کړو کې برخوال ماشومان هم دهمدې ښوونځي زده کوونکي دي چې قابو درې میاشتې به دا لړۍ ادامه ولري.
دسلیمانزو په سیمه کې دخالد بن ولید په نوم ابتدایه ښوونځي کې دا ماشومان دژمي په سړه هوا کې؛ په داسې مهال کې ، زده کړې کوي چې زیاتې واورې او اورښتونه شوي دي خو بیا هم خپلو زده کړو ته پخپل وخت حاضریږي چې دا دماشومانو دلیوالتیا او دکورنۍ دملاتړ لوی ثبوت ګڼلی شو.
پخوا په یاده سیمه کې دې ماشومانو لپاره مناسب دزده کړو تعمیر موجود نه ؤ چې له نیکه مرغه د ۷.۵(اووه اعشاریه پنځه) میلیونه افغانیو په مصرف سره دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې لخوا مجهز تعمیر ورته ودان شو او شاوخوا ۳۵۰ (ذکور او اناث) زده کوونکي پکې په زده کړو بوخت دی.