دغزني ولایت والي دسوېډن کمېټې دمعلولینو دبیارغونې له مرکزڅخه لیدنه وکړه
دغزني والي ښاغلي وحیدالله کلیمزي، دغزني ولایت دعامې روغتیا رئیس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل دولایتي شورا منشي حمیدالله سروري دسوېډن کمېټې دمعلولینو دفزیکي بیارغونې دمرکز له خدماتو او مراجعینو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي وحیدالله کلیمزي دمعلولینو دبیارغونې دمرکزله ټولو عصري امکاناتو او څانګو څخه دلیدنې په ترڅ کې خپله خوښي څرګنده کړه او ددې مرکز دښو خدماتو څخه یې مننه وکړه، چې دزون په کچه دمعلولینو لپاره دمصنوعي اعضاؤ دجوړونې يواځینی مرکزبلل کیږي.
ښاغلي محمد یوسف جاوېد دسویډن کمېټې دغزني دسیمه ایز اداري دفترمشر دوی ته ؛ دخدماتو او مراجعینو په هکله مفصل معلومات ورکړل.
ښاغلي وحیدالله کلیمزي پخپلو خبرو کې وویل دسوېډن هېواد خدمات په افغانستان کې بېساري دي په ځانګړي ډول دمعلولینو په برخه کې؛ چې خورا زیان منونکی قشر بلل کیږي.
په غزني ولایت کې دافغانستان لپاره دسوېډن کمېټې لخوا دمعلولینو دفزیکي بیارغونې په برخه کې مجهزه ودانۍ آباده شوېده، چې هره ورځ پکې لسګونه معلولین او ناروغان مصنوعي اعضاوې او دفزیوتراپي خدمات ترلاسه کوي.
دسوېډن کمېټې دغزني دفتر؛ برعلاوه دمعلولیت څخه دپوهنې او پرمختیا په برخوکې هم خورا موثرخدمات له څو لسیزو راهیسې په پکتیکا ، غزني او میدان وردګو ولایتونو کې وړاندې کوي.