د یوې ارزونې پر بنسټ په میدان وردګو او لغمان ولایتونو کې روغتیایي خدمات ډېر ښه شوي
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه چی دمیدان وردګو او لغمان ولایتونو کی بشپړ روغتیایی خدمات د۱۲۹ روغتیایی مرکزونو په واسطه وړاندې کوي، چی نوموړی خدمات د یوې ارزونې له مخې چې دبیلانس سکور کارد (Balance Score Card) په نوم یادیږی د ښو لاس ته راوړنو شاهدان وو. دمیدان وردګو داساسی روغتیایی خدماتو ټولګی په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۷ په پرتله له یولسم مقام څخه دریم مقام ته او دلغمان ولایت داساسی خدماتو ټولګي له اولسم مقام څخه لسم مقام ته ارتقا وکړه.
حفیظ الله ملنګ، په وردک ولایت کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د روغتیا پروګرام مسوول د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ۱۳۹۷م کال د زمري په ۹ نېټه جوړه شوې وه او د سويډن کمېټې د روغتیا پروګرام ټولو مسؤولینو او د عامې روغتیا مسؤولینو پکې ګډون کړی و، غونډې ته یې په دې هکله پریزنټیشن وړاندې کړ.
حفیظ الله ملنګ وایي: بیلانس سکور کارد ( Balance Score Card) د روغتیایی خدمتونو د کیفیت ارزولو لپاره یوه ارزښتناکه وسیله ده چې له مخې یې د روغتیایي خدمتونو ټول ابعاد ارزول کېږي، هغه برخو کې چې روغتیايي پروګرامونه پیاوړي وي، هغه په شنه رنګ، هغه برخې چې متوسطې وي په ژیړ رنګ او هغه برخې چې ډېرې کمزورې وي، موږ ته یې په سره رنګ کې ښيي.
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس، محمد سالم اصغرخیل په وینا: د بیلانس سکور کارډ سروی یا ارزونه، نه د سویډن کمیټې او نه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا ترسره کیږي، بلکې دا د دریم بې طرفه لوري له خوا ترسره کیږي، ځکه خو یې ترلاسه شوې نتیجې ډېرې معتبرې او حقیقي وي.
ددې ارزونې پر اساس سږ کال د روغتیا پروګرام په ۱۷ برخو کې ډېر بریالي و یعنی رنګ یې شین و، په څلورو برخو کې ژېړ او یوازې په دوه برخو کې یې رنګ سور و، خو ددغه پروګرام مسوولین ژمن دي چې په راتلونکې کال کې به سور رنګ ژېړ او ژېړ به شنه رنګ ته بدل کړي او لومړی مقام به خپل کړي.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه له ۳۵ کلونو راپدې خوا د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې صحي خدمات وړاندې کوي چې د تېر کال کلنۍ ريپوټ له مخې څه باندې ۲.۶ میلیونه ناروغان د سويډن کمېټې صحي مرکزونو له خوا کتل شوي دي او ۳۰٪ روغتیایي اسانتیاوو کې زیاتوالې راغلی.
همدارنګه د سويډن کمیټې تر اوسه په ډېرو لرو پرتو سیمو کې چې هلته خلکو روغتیایی خدماتوته لږ او یا هم هیڅ لاسرسي نه درلود؛ صحي کلینیکونه، روغتونونه یې جوړ کړي او هم نرس، قابله ګانې او فیزیو ټراپستان یې تربیه کړي دي. او همداسې راتلونکي کلونو لپاره یې موخه همدا ده چې کلیوالې ټولنې، ښځې، ماشومان او معلولیت لرونکې خلک روعتیایي خدمتونو ته مساوي لاسرسي ولري.