د واډي ګرام سیمی خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي لري

په کونړ ولایت کې؛ د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې، د کلیو پراختیا برنامې پدې ورستیو ورځو کې د مانوګۍ ولسوالۍ د د واډی ګرام کلي شاخوا ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښلو د پاکو اوبو نلکې د یوې غونډې په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل. په غونډه کې د واډي ګرام سیمې چارواکو، مشرانو او ګن شمېر خلکو ګډون کړی و.

قاری محمد یوسف، د واډي ګرام اوسدونکۍ وایی ( مونږ په خپل کلي کې د سویډن د کمیټې د اوبو رسولو د سیسټم څخه ډېر خوشحاله یو، مخکې له دې ماشومانو او مېرمنو د سین ناپاکو اوبو څخه ګټه اخیستله خو اوس الحمدالله د سویډن د کمېټې په مرسته زمونږ خلک پاکو اوبو ته لاس رسی لري)

حاجی محمد انګل، د واډی ګرام یو بل اوسېدونکی وایی: ( د سویډن کمېټې په مرسته زمونږ په کلي کې د اوبو د نه شتون ستونزه حل شوه)

هغه وایې: د واډې ګرام سیمې نږدې غرونو کې چینې شته دي خو خلکو مالي توان نه درلوده چې د اوبو رسولو سیسټم ورته برابر کړي.

د سویډن کمېټې د کلیو پراختیا برنامې مسوول، محمد اکبر ځدران وایی: د اوبو رسولو دې پروژې کارڅه د پاڅه نه میلیون افغانۍ لګښت درلوده چې د یو کال په موده کې پای ته ورسید.

د مانوګۍ ولسوالۍ د واډي ګرام سیمې اوسیدونکي د سویډن کمیټې څخه ډېر خوشحاله دي چې د اوبو ستونزه یې ورته هواره کړې ده هغوی وایی له دی مخکې دوی ته هیڅ دولتي او غیر دولتی ادارې له خوا کار ندی شوی.

انجنیر بشیر احمد د سویډن کمیټې کارکوونکی وایی: وروسته له یوې ارزونې ۲۰۱۹ م کال کې به هم خپلو کارونو ته په کونر کې دوام ورکړو.