“د تالقانو په خلیان کلی کې د پاکو اوبو رسولو اوروغتیا ساتنې پروژي له برکته ۲۴۰۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسې ومونده”
خلیان ته په رارسیدلو مونږ ته دا کلی د هیواد د نورو کلیو په څیر ښکاره شو. د کلی هر یوه کس بزګر دی او پخپلو ځمکو کرونده کري. خلیان تقریبآ ۱۸۰۰۰ تنه نفوس لري او په شپږو کوچنیو کلیو ویشل شوې خو زمونږ لپاره تر ټولو زړه راښکونکی خبره دا وه چې د کلیوالو په وینا هغوی پخپل ژوند کې په لومړې ځل د څښاک د پاکواو خوږو اوبو څخه خوند لیدلې. هو د خلیان اوسیدونکو پخپل ژوند کې په لومړی ځل د څښاک د پاکو او خوږو اوبو ته لاسرسې ومونده او دا ځکه چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا دلته د پایپ سکیم پروژه پلی شوه.
د دې سیمې د اوسیدونکو لویه ستونزه د څښاک د اوبو نشتوالې وو. هغوي به د باران او سیلابونو د اوبو راټولولو لپاره تالابونه کیندل. ټول ژوند لرونکي لکه انسانانو او څارویو به له دې اوبو څخه ګټه اخستله. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې پدغه سیمه کې دپاکو اوبو رسولو او اوروغتیا ساتنی پروژه پلی کړه او د ۱۸ کیلومترو واټن څخه يې اوبه په پایپونو کې دې کلې ته راوړلي. دا پروژه د سیډا لخوا د 9.2 میلیون افغانیو په لګښت پلی شوه.
مولوی عبدالدیان چې د دې سیمی یو متنفذ او د دین عالم دی وویل چې خلیان د اوه سوه کلونو څخه هم پخوانی تاریخ لري. پخوا دلته نفوس کم وو او ښایې چې کوهیان يې درلودل کوم چی اوس وچ او یایی اوبه تروی دی خو تر هغه چې ما لیدلي مونږ به د سیلابونو او باران د اوبو راټولولو لپاره تالابونو جوړول. په تالابونو کې د راټولو شوو اوبو څخه د کلیو اوسیدونکو او څارویو ټولو ګټه اخستله. د هغه په وینا مونږ ښه پوهیدلو چې د تالاب اوبه روغتیا ته ضرر رسوي خو مونږ بله چاره نه درلودله.
هغه وویل چې په سیمه کې د څښاک د اوبو د نه شتون له امله زمونږ ماشومان ښوونځي ته نه تلل. هغوي به د ښوونځي په ځایې کورونو ته اوبه راوړلی. خو اوس مونږ اوبو ته لاسرسې ومونده او زمونږ ماشومان ښوونځي ته ځي.
د مولو عبدالدیان په وینا مونږ دولت ته څو څو ځلی ورغلو او د خپل ستونزی نه مو خبر کړ. د کلیو د پراختیا او بیا رغونې د وزارت اړونده انجنیران دلته راغلل. د سیمی سروی وکړله او لاړل. انجینرانو دا ویل چې زمونږ ستونزه حل نلري.
په تالقانو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د انجنیرۍ د پروژی مسئول محمد آصف حکمت وویل چې مونږ د اوبو په اړه یوه څیړنیزه سروی وکړله او تخنیکي ډیزاین او د لګښت اټکل وکړلو. د هغه په وینا اتلس کیلومیتره لیری غرونو څخه دې کلی ته پایپونو غزولو لپاره د ۹.۲ میلیون افغانیو څخه په زیات لګښت چې د سیډا لخوا ورکړل شوي وي پروژه پیل کړه اوکلی ته يې اوبه راورسولي. پدې پروژه کې د چینی پاکولواو د پایپونو غزولو ترڅنګ د اوبو پایپونه په دریو سیندونو د پاسه د کیبل په زریعه راتیر کړل شو. تر څو د سیلابونو په وخت د اوبو پایپ د زیانمنیدو مخنیوې وشي. د هغه په وینا دا پروژه په تالقانو او د کابل مرکزی دفتر د انجنیرانو په همغږئ پیل او پلی شوه.
د هغه په وینا پروسږکال ۲۰۱۵ کې د جون په میاشت کې د دې پروژی کارونه پیل شو او د شپږو میاشتو په اوږدو کې يې کارونه بشپړ شول. د انجنیر محمد آصف حکمت په وینا د سیمي اوسیدونکو د انجنیرانو سره اوږه په اوږه کارونو کې لکه د پایپ راتیرولواو د اوبود زخیرو لپاره د ځمکې کیندلو، د پروژی ساحی ته د پایپونو او سيمنټو انتقالولو کې برخه درلودله.
پدغه پروژه کې د غزول شوو پایپونو کې د اوبو لپاره لپاره د کلی څخه په دوه کیلو میټرئ کې د یوه غونډئ په سر د اوبو لپاره سل مترمکعبه یوه لویه زخیره جوړه کړل شوه او بیا د هغه زخیری څخه اوبه په شپږو کلیو کې د جوړ شوو زخیرو ته راوړل شوي. هره زخیره څلویښت مترمکعبه حجم لري. هره زخیره د اوبو څخه د ډکیدلو په وخت د زیاتو شوو اوبو د وتلو لپاره پایپ لري کومی چی د زخیرو خواته د جوړ شوو تالابونو کې راټولیږي. دا اوبه د څاروو او د بڼونو د اوبه خور لپاره کارول کیږي او چاپیریال به زرغونوي.
هره زخیره کې اوسپنیزه زینه لري. په کال کې یو ځل دا زخیري پاکولو لپاره پایپ هم لري. هر یوه کلی د زخیرو د پاملرنې لپاره یو یو کس ګومارلې دې. چې دا زخیري د هر ډول زیان څخه خوندې وساتي.
یو څو کورنیو د دې زخیرو څخه خپلو کورونو ته پایپونه غزولي دي.
د اوبو د پروژي پلی کولو سره سره د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دلته د روغتیا ساتنی پروژه هم پلی کړه. او د ۲۵۰ په خواو شا کې تشنابونه جوړ کړي دي د کومو له مخی چی اوس پاتی کورونه یی په خپله د ځانونو لپاره جوړوی.
د کلیو اوسیدونکو پخپلو کورونو کې د نیالګیو او نورو بوټو کرل پیل کړي دي او دا ځکه چې هغوي اوس اوبو ته لاسرسې لري.