د سیمه ایزو دفترونو نویو مشرانو په لومړی ځل سره ولیدل. د کیڼ اړخه احمد سلیم شمال – ختیځ (تالقان)، حسن رضا کریمی - شمال (مزارشریف)، یوسف جاوید – سویل – ختیځ (غزني)، شفیع الله شریفي مرکزي (وردګ) او عبدالاحد سمون – ختیځ (جلال آباد) 

د سیمه ایزو دفترونو نویو مشرانو په لومړی ځل سره ولیدل

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د اداري پرمختیا د پروسی څخه تیره شوه. د اداري پرمختیا پروسي موخه په پریکړو کې د پاموړ ډلو ته نږدي کیدنه وه. دا موخه لاسته راوړلو لپاره دا تر ټولو مهمه وه چې سیمه ایز دفترونه غښتلي شي.

اوس هر یوه دفتر ډیر واک لرونکې نوې مشر لري تر څو وکولاې شي د سویډن کمیټې پروژي پلي کولو لپاره لارښونه وکړی. د میدان وردګو او تالقان سیمه ایز دفترونو لپاره مشران د سویډن کمیټې دننه څخه ګومارل شوي خو د نورو دفترونو ته ګومارل شوي مشران دې کمیټه کې نوي دي. په کابل اداري دفتر کې په یوه ناسته کې د سیمه ایز اداري دفترونو مشرانو په لومړي ځل یو بل سره ولیدل.

یوسف جاوید د سویل ختیځ سیمه ایز اداري دفتر غزني مشر وايې چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې ته د راتګ وړاندې ما ته دا نه وه معلومه چې دا یوه ستره مؤسسه ده. خو زه اوس پوه شوې یم چې دا یوه مهمه اداره ده چې د افغان ولس لپاره مهم کارونه پرمخ وړي.

ښاغلی یوسف جاوید په سینیئر منیجمنټ یا په یوه اداره کې په لوړه رتبه دنده ترسره کړي او بیلابیلو ادارو کې ۲۴ کلن کاري تجربه لري. سویډن کمیټې ته د راتګ وړاندې هغه د ناروی مهاجرینو کونسل سره دنده لرله او د دفتر مشر وو.

ځايې چارواکو سره د لیدني په مهال هغه دا واوریدل چې څرنګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه ستایل کیږي. هغه وايې چې دا کمیټه په سیمه کې د اړتیاوو سره سم کارونه کوي. خو هغه د هغه ننګونو څخه هم خبر دې چې هغه او د سویډن کمیټه دواړه ورسره مخامخ کیږي په هغو کې یوه ستره ننګونه د امنیت بد وضعیت هم دې.

ښاغلی یوسف جاوید وايې چې هغه د نوې دندې خورا خوښ دې، د هغه په وینا هغه سم ځای ته راغلې دې.