د سویډن کمېټې له لورې نابینایانو ته د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
ننګرهار مرکز جلال اباد کې د سویډن کمېټې په مالي مرسته د درې ولایتون ننګرهار، کونړ او مزار شریف ولایتونو تر منځ د کرکټ ۵۰ اوریزه سیالۍ د مزار شریف په اتلولۍ پاتی ته ورسېدې.
پای لوبه کې د مزار شریف نابنیانو کرکټ لوبډلې ننګرهار لوبډلې ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه او د ټورنمنټ ګټونکې شوه.
په ختیځ کې د نابینانو کمېټې مشر فضل غني بشر دوست وایي “د دې لوبو څخه یې موخه دا ده چې نابینایان په ټولنه کې د کمي احساس ونه کړي او د همدې لارې د سولې پیغام رسوي.”
نابینایان وایي، له دې لوبو خوښ دي او غواړي چې دوی ته دې د سیالیو لپاره میدانونه او هم دې ورته له هیواده بهر د سیالیو زمینه برابره کړي.
د سویډن کمېټې د جلال اباد سیمه ئیز ادارې دفتر مشر عبدالاحد سمون وایي “دوی یوازې د ورزش په برخه کې کار نه کوي، بلکې د ټولنې له نورو اړو وګړو سره هم همکاري او مرسته کوي.”
هغه وویل “په دې سربېره مونږ په هر بخش کې، که هغه د کلیو او پراختیا، روغتیا یا ښوونې او روزنې برخه کې وي، مرستې او همکاري کوو. مونږ هڅه کوو چې د ټولنې ټولو اړو خلکو ته د ژوند په مهمو برخو کې اسانتیاوو رامنځته کړو.”
د نابینایانو د کرکټ توپ د نورو توپونو سره توپیر لري او پکې شرنګهاني دي چې د همدې شرنګهار پواسطه توپ وهونکی توپ وهي او ډګر ساتوونکی یې نیسي.