د ښکلا ځدران د دندې ځنډول کیدو په هکله بیانیه

د شنبې د ورځې د مارچ په ۲۵ نیټه، ښکلا ځدران چې د افغانستان لپاره د سويډن د کمیټې د کابل مرکزي ادارې د دادخواهي د برخې کارکوونکې په دري ژبه خپلې په ټويټړ کې داسې لیکلي: ” عليپور او د هغه کسان دی باید زرترزه ووژل شي. دوی هغه ترهګر او یاغیان دي چې د بهرنیو استخباراتو له له خوا تمویلیږي"

د دري ژبې لپاره دلته کلیک وکړئ: https://dari.swedishcommittee.org/blog/bynyh-dr-mwrd-bh-tlyq-rftn-wzyfh-...

د انګلیسي ژبې لپاره دلته کلیک وکړئ: https://swedishcommittee.org/blog/statement-suspension-shkula-zadran

دا څرګندونې  د وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ کې د حوکومتی چورلکې ویشتل کېدو په غبرګون کې وې. پدې برید کې د امنیتي ځواکونو څخه نهه تنه وژل شوي دي.

دا چې ښکلا ځدران د سويډن د کمیټې کارکوونکې ده، مونږ د خپل دریځ روښانه کولو په موخه ډېرې پوښتنې ترلاسه کړي.

د سویډن کمیټه غواړي په لاندې ډول وضاحت ورکړي:

د علی پور او د هغه د کسانو د وژلو غږ د سویډن کمیټې استازیتوب نه کوي او نه هم موږ د علی پور او د هغه د ځواکونو لخوا د ترسره کېدونکي تاوتریخوالي ملاتړ کوو.

ښکلا ځدران خپل شخصي نظر په خپل شخصي ټویټر پانه لیکلۍ او د هغې خبرې د سویډن د کمیټې څخه استازیتوب نه کوي. هغه د دې حق لري چې خپل شخصي نظریات بیان کړي او د سویډن کمیټه بیان آزادۍ ته درناوۍ لري. که څه هم د هغې څرګندونې د علیپور او د هغه د کسانو د " فوري وژنې" په اړه زمونږ د اساسي ارزښتونو او بشري حقونو د اصولو پر خلاف دی. په همدې خاطر د سویډن کمیټې د ښکلا ځدران دنده د داخلي څېړنو د پای تر مودې ځنډولې ده.

د سویډن کمیټه هیڅکله په جګړه کې طرف نه واقع کیږي. مونږ د هیڅ ځانګړې ډلې یا څخه چې په ټولنه کې د مختلفوګټو څخه استازیتوب کوي ملاتړ نه کوو.

هرڅوک چې د تاوتریخوالې په ترسره کولو تورنیږي د عادلانه محاکمې حق لري. زمونږ کارکوونکې نباید د قانون له حاکمیت ځخه وړاندې لاړ شي. له قانون څخه بهر وژنې هیڅکله د بخښنې وړ نه دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هرکله د جنګي جرایمو د بی پرې څېړنو غوښتنه کړې او سرغړونکي کسانو سره باید د قانون په ړنا کې چلند وشي.

بی پرېتوب په جنګ ځپلو سیمو کې ز مونږ د فعالیتونو لپاره خورا مهم دی ترڅو مونږ وکولی شو ښوونه او روزنه او روغتیایی خدمات په لرو پرتو سیمو کې ډیرو ارینو خلکو ته وړاندې کو.

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه یو پرمختیاییی اداره ده چې شاوخوا ۴۰ کالو راپدیخوا په  افغانستان کې کار کوي. موږ د هیواد په بیلابیلو برخو کې نژډې ۶۰۰۰ کار کوونکي لرو. زموږ لید د بې وزلۍ ، تاوتریخوالې او تبعیض څخه پاک افغانستان دی