د ننګرهار کوز کونړ ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د شېدو او پنيرو تولیدي ګروپونو له برکته د خلکو ژوند کې مثبت بدلون راغلی
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د سیمه ییزې حکومتولۍ او کلیوالي معیشیت پروګرام له لوري په ۲۰۱۷ کال کې د شېدو او پنېرو ۳ تولیدي ګروپونه تاًسيس شول چې اوس یې شاوخوا سل کسان غړیتوب لري چې مېرمنې هم پکې شاملي دي.
دا تولیدي ګروپونه د کوز کونړ ولسوالۍ عطاوړ، چهار کلا او کوز ملکانو کې تاسیس شوي. هره یوه ګروپ ته تر ۵۰ زره افغانیو پور ورکړل شوی چې بېرته یې د دریو کلونو په اوږدو کې د شپږو قسطونو په ترڅ کې ورکوي.
شپېته کلن غام حسین چې د کوز کونړ ولسوالۍ د عطاوړ په کلي کې ژوند کوي وایي «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له برکته اوس موږ په خپل کور کې ګټه کوو. د ګروپ هر تن په ورځنۍ کچه ۲۰۰ افغانۍ ګټه کوي. موږ تېر کې نور کاروبار نه لاره، شېدې او پنېر مو په بازار کې چا نه اخیستل؛ خو کله چې سویډن کمېټې موږ ته بازار موندنه وکړه، ګټه مو دوه چنده شوه .»
د لبنیاتو دا تولیدي ګروپونه په ورځني ډول تر ۷۰ منه شېدې او پنېر پلوري چې د پام وړ ګټه ورته کوي او د اقتصادي حالت په غوړېدا کې یې مهم رول لوبولی.
اته ويشت کلن الله ګل د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له دې مرستې ډېر خوښ دی او زیاتوي “وړاندې زموږ شېدې او پنېر چا نه اخیستل او که اخیستل یې هم په ډېره ټيټه بیه مو پلورل چې زموږ هیڅ درد پرې نه دوا کېده. له زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو، اوس مو ستونزې تر ډېره بریده حل شوي او مالداري مو هم ورسره ښه شوې. مخکې که مو یوه غوا ساتله، اوس مو دوه کړي دي”.
په ورته وخت کې ۵۳ کلن عبدالظهور چې د کوز کونړ اړوند کوز ملکانو کلي کې ژوند کوي، وویل “زموږ په اقتصادي حالت کې ډېر ښه والی راغلی. موږ مخکې نه پوهېدو چې څنګه د لبنیاتو له لارې ګټه وکړو؛ خو د سویډن کمېټې له برکته له خپلو مالونو تر لاسه کېدونکو لبنیاتو باندې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوو”.
هغه پورونه چې د سویډن کمېټې له لوري اړوندو تولیدي ګروپونو ته ورکړل شوي، پرې د خپلو مالونو لپاره خوراکي توکي او د روغتیا ساتنې لپاره یې پرې درمل اخي.
د کوز ملکانو کلې اوسېدونکې عالیه چې ۱۱ کاله عمر لري او اوسمهال په څلورم ټولګې کې زده کړې کوي وایي “وړاندې یې د اقتصادي ستونزو له امله زده کړې ټکنۍ شوې وې؛ خو اوس یې اقتصادي حالت کې مثبت بدلون راغلی او کورنۍ یې پرته له کومې ستونزې ښوونځي ته د زده کړو لپاره لېږي”.