د میرمنو میاشتینی مریضی یا حیض – په افغانستان کې تحریم شوي موضوع
په افغانستان کې د ښځو میاشتینی مریضی یا د حیض په اړه غږیدل هغه موضوع ده چې تحریم ګڼل شوي او د دې په اړه ډیر معلومات شتون نلري. د ښځو میاشتینی مریضي د هغوي د ژوند سره په طبیعی توګه د تړاو په ځايې د شرم په توګه ګڼل کیږي. همدا لامل دې چې پدغه هیواد کې نجوني د خپلو میاشتینی مریضی په وخت ښوونځیو ته نه خي او یا هم په لومړی ځل میاشتینی مریضي په لرلو نجوني نور ښوونځيو ته د تګ څخه منع کیږي.
عمومآ ښوونځي داسي تشنابونه او یا هم داسې ځایونه نلري چیرته چې میاشتینی مریضي لرونکي نجوني او ښځینه ښوونکي خپل ځانونه ووینځي. او یا هم خپله هغه ټوټه چې د مریضی په وخت کې کاروي بدله کړي او خپل ځان پاک کړي.
د دې لپاره چې نجوني خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او سرته يې ورسوي، د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ښوونکو او ښځینه زده کونکو او همدارنګه میندو ته د میاشتینی مریضي یا د حیض په اړه د معلوماتو ورکولو او د هغوي عامه پوهاوي په اړه یوه نوې پروژه پیلوي. دا پروژه به د بلخ ولایت په کیشندي ولسوالی، د سمنګانو دره صوف پاین یا د کوزي صوف دری او د لغمان ولایت په قرغیو او مهترلام ولسوالیو کې د سږکال د اپریل د میاشتې څخه پیل کړی. دا پروژه به تر دریو کلنو پورې د مارچ ۲۰۱۹ کال پورې دوام ولري. پدغه پروژه کې به ټولټال ۷۰۰۰ زده کونکي، زر میندي او درې سوه ښځینه ښوونکو ته د میاشتینی مریضی یا حیض په اړه معلومات ورکړل شي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه به دا شوني کړي چې ښوونځیو کې تشنابونه پاک او پټ وي. دې سره به نجوني د لومړې ځل میاشتینی مریضی لرلو باوجود ښوونځيو ته راځي او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي.