د معلولیت سره سره مخ پروړاندې تلل
په ویلو خو تاج محمد یو خوشحاله ځوان دې، دا جمله ښايې تاسي ته کلیشه وي خو څرنګه چې ما ووئیل هغه همداسی دی. ((زه وړتیا لرم، زه معلول نه یم)) تاج محمد دا خبره په انګلیسی کې وکړله. د هغه د دې خبری مانا داده چې هغه د مغزو فلج لرلو باوجود په خپلو وړتیاوو باوري دی او په وړتیاوو کې خپل ځان د نورو کم نه احساسوي.
اګر چې هغه کله ښوونځي ته ندې تللی او زیات وخت يې په کور کې تیر کړی دی خو انګلیسی کې خبري کول د هغه د وړتیاوو ثبوت دی. هغه یو څه روسی ژبی هم پوهیږی. ځکه چې د تاج محمد کورنۍ یو څه وخت په تاجکستان کې تیر کړې دې. هغه پخپله کوټه کې یو پخوانې کمپیوټر لري او تل دا کوښښ کوي چې کمپیوټر زده کړي. د پخوا په څیر اوس هم ماشومان خپلو کورنيو دندو او درسونو کې د مرستی غوښتلو لپاره هغه ته راځي.
خو بیا هم د مغزو فلج د هغه د ژوندانه کې یو خنډ دې. خو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د روزونکی او د هغه د پلار لخوا د روزنې له امله اوس هغه ودریدلې شي او د قدم اخستلو د چوکاټ په مرسته قدم هم اخستلې شي. د هغه د پلان د مخې سږکال به د اولس کلنئ کې هغه په ښوونځي کې شامل شي. هغه غواړي چې خپل خوب ریښتینې کړي او یوه ورځ هغه ښوونکې شی.
تاج محمد وايې چې کله نا کله زه د خپل پلار سره ګرځم خو ستونزه دا ده چې زمونږ خواوشا داسې خلک دي چې زه کله بهر ووځم ما پوری خندا کوي.
تاج محمد په مزارشریف کې اوسیږی. او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې لخوا په کاله کې د روزنې لاندی وو. د مزار شریف د دفتر د لاس لاندې په دریو ولایتونو کې د ۶۷۶ کورنیو معلولیت لرونکي ماشومانو ته د ۵۲ ټولنیزو کارکونکو لخوا زده کړي ورکول کیږي. دې پروګرام کې شپږ فزیو تراپان هم ونډه لري.
د بیا رغوني کارکونکي د تاج محمد کور ته په میاشت کې درې ځله ورځي او هغه د بیا رغوني د کارکونکو د روزنې او لاسته راوړنو څخه خوښ دې. هغه د نورو مهارتونو سربیره په قاشوغه د خوړولو چل هم زده کړې. پخوا به هغه د ډوډۍ خوړولو لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لرله.
خو په میاشت کې درې ځله تمرین کول د پرمختګ لپاره بسیا نه کوي. زیات مسئولیت د هغه د پلار راز محمد چې ډیر وخت چپ وي، په اوږو دې او هغه د خپل زوی ارزښت لرونکی راتلونکي لپاره د هغه سره مرسته کوي