د کویډ 19 د خپریدا په مخنیوی کې د شکریې ونډه

په افغانستان کې د کرونا وایرس هر ورځ د پراخیدو په حال کې دی او همدارنګه دغه ساري ناروغي هر اړخیزه مبارزې ته اړتیا لري. 24 کلنه شکریه، د شبرغان ښار د نکرآباد سیمې اوسیدونکې د کلې له فعالو ښځو څخه ده چې د کلې د شورا د مرستیالې په توګه دنده هم تر سره کوي. همدارنګه نوموړي تکړه خیاطه هم ده.

کله چې نوموړې په دې ولایت کې د کرونا د وایرس له ګواښونو څخه د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا مالومات ترلاسه کړل، له خپلو څلورو زده کوونکو سره یې د بیوزلو کسانو لپاره د ماسکونو په جوړولو پیل وکړ.

نوموړې وایې: "په خپلو شخصې امکاناتو مې د ماسک په جوړولو د کلې بیوزولو کسانو لپاره پیل وکړ. د کرونا وایرس یو ستر ګواښ دی او په بیړه خپریږي. له همدې کبله ډیرۍ خلک د دې ناروغۍ څخه د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د ډاکټرانو د سپارښتنو په اساس ماسک ته اړتیا لري."

نوموړې همدارنګه زیاتوي: "ډیری خلک یا د ماسک د اخیستو توان نلري او یا هم د ښار په کچه ماسکونه نه پیدا کیږي. له همدې کبله مې له خپلو زده کوونکو سره د ماسک په جورولو پیل وکړ. هر ورځ 60 ماسکونه جوړوم چې تر اوسه مې 1000 ماسکونه جوړ او ویشلي دي."

له دې وروسته چې نوموړې د ولسې تړون  ملي پروګرام لخوا چې د سویډن کمیټې لخوا پلي کیږي، د کرونا ویروس په هکله مالومات ترلاسه کړل، خپل کور کې د مالوماتو په خپرولو پیل وکړ. د هغې خاوند هم لیوالتیا پیدا کړه چې د ماسکونو په ویش کې له خپلې میرمنې سره مرسته وکړي.  

د ولسي تړون ملي پروګرام د شبرغان په ښار کې په 2017 کال کې د سویډن کمیټې لخوا پیل شو چې نکر آباد پراختیایې شورا په 2018 کال کې جوړه شوه. دغه شورا 30 غړې لري چې 15 تنه یې د کلي ښځې دي. میرمن شکريه په دې کلي کې د دې شورا د مرستیالې په توګه دنده ترسره کوي.

د کرونا وایرس د خپریدو په هکله د مالوماتو لړۍ د پیل څخه تر اوسه د شبرغان ښار او فیض آباد ولسوالیو کې نږدې 3000 تنه په مستقیم ډول برخمن شوي دي چې پنځوس سلنه یې ښځېنه دي.