د کونړ شیګل ولسوالۍ کې د انجونو لیسې لپاره نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کونړ شیګل ولسوالۍ اړوند شینکوړک سیمه کې د څه باندې ۹،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د شینکوړک د انجونو لیسې نوې ودانۍ په اساسي ډول ورغوله چې چارې یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې.
د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې مسوولینو، د کونړ د والي مرستیال، پوهنې رئیس، د شیګل او شلتن ولسوالیو ولسوالانو او قومي مخورو ګډون کړی و.
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسوول ډاکټر خالد فهیم مراسمو ته د وینا په مهال د شیګل له ولسونو مننه وکړه چې د پروژې په تطبیق کې یې پوره همکاري کړې او ژمنه یې وکړه، تر څو چې اړتیا وي سویډن کمېټه به په افغانستان کې خپلو بشري فعالیتونو ته دوام ورکوي.
هغه وویل: کونړ د افغانستان د هغو ولایتونو له ډلې دی چې مونږ پکې په دریو برخو کلیو او پراختیا، پوهنې او معلولینو په برخه کې پروګرامونه عملي کوو. د دې تعمیر په عمار کې مونږ د ولسونو له مرستو ډېر منندوی یوو، په پوره همت او متانت یې له مونږ سره مرسته وکړه او د دې زمینه یې مساعده کړه چې مونږ نن د دې ودانۍ د افتتاح شاهدان واوسو. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې تعهد له افغانانو سره دا دی، تر څو چې دوی اړتیا ولري؛ مونږ به خپل فعالیتونه دوامداره ساتو.
د کونړ مرستیال والي د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له بشري مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا کمېټه په افغانستان کې هیڅ سیاسي موخه نه تعقیبوي او یوازینی ماموریت یې عامو افغانانو ته د بشري مرستو رسول دي.
ګل محمد بیدار وویل: د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې ټول خدمتونه معیاري دي او یوه نړیواله موسسه ده. پدې موسسه کې هیڅ مفسد مامور نه چلیږي. د سویډن په کمېټه کې هغه اشخاص کار کوي چې منظم او پاک کارونه مخته وړي او هدف یې دې ټولنې ته اساسي خدمت وي.
په ورته وخت کې د پوهنې رئیس مجیب الرحمن همدرد وایي، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د هیواد په هغه برخو کې پروګرام پلي کوي چې لومړیتوبونه وي او خدمتونه یې نه پرتله کېدونکي دي.
هغه وویل: ډېر خلک د پوهنې په برخه کې له مونږ سره کار کوي؛ خو د سویډن کمېټې خدمتونه ځکه نه پرتله کوو چې ډېر معیاري دي. مونږ دا ویلی شو، هغه ښوونځي چې سویډن کمېټې تمویل کړي او هغه ښوونکي چې دوی ورته روزنه ورکوي؛ زمونږ لپاره نمونه یې ښوونځي او ښوونکي دي.
د شنکوړک د انجونو لېسې زده کوونکي وړاندې د سرپناه نشتون له امله د جدي ستونزو سره مخ وو، چې د دې ودانۍ په پرانېستو سره یې اوس ستونزې له منځه ولاړې.