Children of Karnel Sai| Photo: Shukria Safi

د کرنېل سای کلی ماشومان اوس خپل کورونو ته د اوبو وړلو په خاطر ښوونځي نه پرېږدي

که څه هم د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د ۳۵ کلونو را پدېخوا د افغانستان د خلکو د ژوند د هوساینې په خاطر د کلو په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو بیا هم خلک په کلو کې بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، چې یو له هغو ستونزو څخه د څښلو پاکو اوبوته نه لاسرسي ده. د یاونې وړ ده چې د اوبو نشتوالې د افغانستان په ځینو جګو سیمو کې د خلکو ژوند یې ګنو ستونزو سره مخ کړي.

کرنېل سای  یو له هغو کلو څخه دی چې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې موقیعت لري. د دې کلې خلک د ډېرو کلونو را پدیخوا، ډېرو لرو سیمونه اوبه خپل په وګو په جنګګونو او یا هم په خرو باندې د غره لمن نه کورونو ته جګول.

او تر ټولو ډېر د اوبو وړل په دې کلی کې د ماشومانو او دښځو ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي و، هغوی د اوبو د اتقالولو په خاطر د غره لمنې نه تر کورونو په ساعتونو وخت تېرول آن تر دې چې ځېنې ماشومان له ښونځي څخه هم بېرته پاتې کېدل.

سلیمه یو له هغو ښځو ده چې په کرنېل سای کلې کې ژوند کوي او وایي: ( زوی مې د اوبو د راوړلو په خاطر بار بار له ښوونځي پاتې شوی، حتی ځېني ماشومان د ډېرې غیرحاضری په خاطر د ښوونځي پرېښودو ته اړ شوي دي.)

اوس مهال، د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د کلیو پراختیا برنامې، د واش(WASH) پروژې د یو داسې اوبورسولو د شبکې په جوړلو سره چې د ۵۸۰۰۰ لیتره د اوبو ظرفیت لري، د کرنېل سای د کلي د ۳۰۰ کورنیو ستونزې چې د پاکو اوبو د نشتوالې سره مخ و حل کړي دي.

فضل احمد د کرنېل سای کلي قریه دار وایی: ( د کلې خلکو له دې نه مخکې تقریبا یو کیلو متر لرو فاصلو نه په خرو باندې  نا پاکې اوبه خپل کورونو ته راوړل، چې د بېلابېلو مرضونو سبب هم ګرځېده.

د هغې په وینا، اوس مهال د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د تپې پرسرباندې د یو داسې اوبو رسولو شبکې په جوړولو سره چې د سولري برق په سیسټم هم عیار دی او ترې د اوبو شپاړلس نلونه کورونو ته نږدې توضیح شوي دي دا ستونزه یې بیخی حل کړې ده.

همدارنګه د وا ش پروژې په شولګرې ولسوالۍ کې، د۲۰۱۶ کال نه تر اوسه د ۱۱۴ حلقې څاګانو او پنځه د اوبو رسولو شبکو کار، د ۲۸ میلیونه افغانۍ په ارزښت په ۱۹ کلو کې پېل کړي چې دا کار د کلو انکشافي شوراګانو له طریقه او لس فیصده د ولس په ملاتړ پر مخ ځي چې (۲۸۳۳) کورنۍ ترې ګټه اخلي.