د ژوند بدلون د افرادو له قوي ارادي سره مستقیمه اړېکه لري!
د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ د مخمل باسي په لري پروت کلي کې د عبدالقیوم په نوم په ظاهري بڼه په تنه نیم سړی غواړي د خپل درې څرخه بایسکیل په حرکت ورکولو سره د خپل او ټولنې په ژوند کې د بدلون لامل شي. هغه ۱۸ کاله عمر لري او کله چې دوه کلن وو، د پولیو د ناروغۍ له امله فلج شو.
کله چې د سویډن کمېټي د شمال ختيځ زون د دفتر د ښوونې او روزنې د څانګې کارکونکې استاد فاروق، د لومړي ځل لپاره په کلي کې عبدالقیوم ولېد نو د کلي له خلکو يي و غوښتل چې هغه په ښوونځي کې شامل کړي. خو ټولو خندل، هغه ځکه چې د کلي او ښوونځي تر منځ لاره خورا ستونزمنه وه او خلکو فکر کولو چې ښوونځي ته د یو معلولیت لرونکي کس تګ له دي لاري ممکن نه دی.
سره له دي چې د عبدالقیوم په مخکې ستونزي او بي باوری موجودي وي، خو هغه په پوره لېوالتیا سره غوښتل چې له دي ټولو ستونزو سره مبارزه وکړي او ستونزي د خپل پرمختګ لپاره وسیله وګرځوي. د ټولو د باورونو پرخلاف هغه په ۲۰۰۶ کال کې وکولی شول هغه ښوونځي ته چې د سویډن کمېټي د ښوونې او روزنې د پروګرام تر پوښښ لاندې وو د مَرکب په وسیله لاړ شي او خپلې لومړنۍ زده کړې هلته پيل کړي، اواوس د منځنۍ دوري له پوره کولو وروسته د روستاق ولسوالۍ په یوه لېسه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي؛ ترڅو ټولو ته وښيي چې معلولیت ناتواني نه ده.
هغه وايي: ” مخکي له دې د کلي خلکو زه ناتوانه ګڼلم، خو زه فرصت ته په تمه وم او هېڅکله مي خپل ځان ناتوانه نه ګڼلو؛ تر دي چې د سویډن د کمېټي له لاري دا موقع راته برابره شوه او ښوونځي ته شامل شوم.”
عبدالقیوم چې کوم خلاقیت او د کار کولو هڅه او هاند لري، د دي ترڅنګ چې ښوونځي ته ځي، په هغه روزه نیزو ورکشاپونو کې چې د سویډن کمېټي له لوري د خلکو د ځان بسایني لپاره په لاره اچول کیږي هم برخه اخیستي ده او توانېدلی تر څو د خیاطۍ مهارت زده کړي. عبدالقیوم وايي: ” د سویډن کمېټي، سره له دي چې ما ته يي ښوونځي ته د خپل ویلچییر په وسیله د تګ زمینه برابره کړه، د شغل او عاید د لاس ته راوړلو موقع يي هم را ته مساعده کړه. اوس د خیاطۍ یو دوکان لرم او له دې لاري د خپل ځان او کورنۍ خرڅ او لګښتونه پوره کوم.”
قیوم سره له دي چې د اقتصادي ستونزو له شته والې ځوریږي خو بیا هم د سویډن کمېټي له ګټي (سود) پرته پورونه نه مني. ځکه، هغه غواړي چې خپله د شتمنۍ (سرمايي) د منځ ته راتلو لامل شي. هغه وايي: ” زه باید وتوانېږم چې له وړو شتمنیو (سرمايو) څخه لويي شتمنۍ جوړي کړم او خپل ځان ته په مرستو او پورونو اخېستلو عادت ورنکړم، ځکه د بریالېتوب راز زما د پرېکړي یا تصمیم په ډول پوري تړلی دی.”
د عبدالقیوم تر ټولو لویه هیله او امید د لوړو زده کړو دوام دی؛ تر څو وتوانیږي چې په غوره توګه خپلې کورنۍ او هېواد ته د خدمت جوګه شي. هغه د سویډن د کمېټې له مرستو او همکاریو منندويي کوي او څرګندوي چې د سویډن د کمېټي تر څنګ د یوازېتوب احساس نه کوي.